د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

سید خیل: د بې پیلوټه الوتکو حملې د مخالفینو په له منځه وړو کې ګټورې ثابتې شوي


په کونړ کې امینتي مسولین وايي چې؛ د روان لمریزکال په تیروڅو میاشتو کې د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو نږدې دیرش بریدونه کړي، چې په کې له سلو زیات وسله مخالفین وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

د کونړ امنيي قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې بې پیلوټه الوتکې په کونړکې د کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو په منځه وړو کې ډیرې ګټورې ثابتې شوي او دغو الوتکو یوازې د روان لمریزکال په تیرو څلورو میاشتو کې اته ویشت بریدونه کړي او په کې يي په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده:

″د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو سل او اته وسله مخالفین وژل شوي.

په دې اکثره قومندانان دي چې د خپلو ملګرو سره وژل شوي.

په وژل شوو کې عربي، چېچېنايي، پاکستاني او نور وسله وال شامل دي او څه موده وړاندې د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د کونړ لپاره د طالبانو نوماند والي د خپلو نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی و.

د بې پیلوټه طیارو په حملو کې څلوردیرش وسله وال ټپيان شوي دي.″

قومندان وايي، د روان کال په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او په تیر کال کې یوه ډيره بده پیښه چې په وټه پور ولسوالۍ کې په یو ډاټسن موټر حمله شوې وه او په کې شاوخوا څوارلسو ماشومانو، ښځو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو سږکال یادو بریدونو ځکه ښه نتیجه ورکړې چې یوازې مخالفین يي په نښه کړي او له منځه وړي دی:

″د بې پیلوټه طیارو بریدونه ډیر بریالي ول، یواځې مخالفین يي له منځه وړي او نور چاته په کې تلفات نه دي رسیدلي.″

قومندان وايي، له کومو سیموچې بهرني ځواکونه وتلي هلته امنیتي حالات ښه شوي.

اوس په یادو ځایونو کې یواځې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو دندو بوخت دی او ولس ورسره پوره همکار دی.

طالبان بیا وايي، چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونکو کې د دوي ملګرو ته دومره تلفات نه دي رسیدلي لکه څومره چې دولت ادعا کوي.

د طالبانو په نوم په کې ولسي خلک هم وژلي او ټپیان شوي دي.خو نړېوالو ځواکونو او افغان دولت ټول طالبان ښودلي دي.

د یادونې وړ ده چې؛ کله هم د وسله والو مخالفینو او د دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې شوي په کې زیات ولسي وګړي زیانمن شوي نو د جګړې دواړو لورو ته پکار دي د نښتو پرمهال له پوره احتیاط کار واخلي او هڅه دې وکړي چې څو ولسي وګړو ته په زیان ونه رسیږي.

راپور: روح الله انوري کونړ

XS
SM
MD
LG