د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د مالیزیایۍ الوتکې ۵۰ استرالیايي پولیس د تحقیقاتو لپاره لندن ته رسېدلي


د استرالیا صدراعظم ټوني ابوټ Tony Abbott
د استرالیا صدراعظم ټوني ابوټ Tony Abbott

د مالیزیا د هوايي شرکت د یوې الوتکې د نسکورېد د پېښې په اړه د تحقیقاتو لپاره هڅې چټکې شوي دي.

د راپورونو له مخې استرالیا چې یو شمېروګړي یې د دې پېښې په قربانیانو کې شامل دي، خپل لسګونه پولیس لندن ته استولي دي چې د نړېوالو څېړونکو په ډله کې اوکراین ته ولاړشي.

په همدې حال کې د اوکراین د روس پلوو بېلتونپالو مشر اعتراف کړی چې له دوی سره د الوتکو ضد هغه ډول میزایلونه شته چې یوه مالیزیایۍ الوتکه پرې وویشتل شوه.

پنځوس استرالیايي پولیس په اوکراین کې د یوې مالیزیایۍ الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه د تحقیقاتو لپاره لندن ته رسېدلي دي او په پام کې ده چې له هغه ځایه به کېف ته ځي.

د استرالیا صدراعظم ټوني ابوټ Tony Abbott وايي، د هالنډ او د ده د هېواد د بهرنیو چارو وزیران به نن کېف ته ورسېږي او هغه موافقه به لاسلیک کړي چې اوکراین ته د څو هېوادونو د پولیسو د استول کېدو اجازه ورکوي:

″زه تاسو ته راپور درکوم چې د استرالیا حکومت پنځوس تنه پولیس افسران لندن ته واستول.

موږ چمتو یو چې خپل پولیس اوکراین ته واستوو څو د ملګرو ملتونو ترمشرۍ لاندې د نړېوال ټیم په ترکېب کې د پېښې د ځای امنیت ونیسي.

زموږ د بهرنیو چارو وزیره جولي بیشپ Julie Bishop به نن ناوخته د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره کېف ته ولاړه شي.

موږ له اوکراین سره د یوې موافقې لاسلیک غواړو څو له نړېوالو پولیسو سره د پېښې د ځای امنیت ونیسي.″

د استرالیا صدراعظم د اوکراین له ولسمشرپېتروپوروشینکو سره هم د تحقیقاتو لپاره د پېښې د ځای د امنیت په اړه خبرې کړي.

د راپورونو له مخې تر ۳۹ پورې استرالیایي اتباع هم د مالیزیایۍ الوتکې د نسکورېدو د پېښې په قربانیانو کې شامل دي.

په همدې حال کې د مالیزیا صدراعظم د خپل هېواد د هوايي کرښې د الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه د تحقیقاتو په وړاندې د پرتو ستونزو له کبله غوسه څرګنده کړه.

نجیب رزاق نن په کوالالامپورکې د هالنډ په سفارت کې د خواخوږۍ د ځانګړي کتاب د لاسلیک پرمهال وویل:

″هو زه په غوسه یم. زه د پېښې ځای ته د څېړونکو بشپړ لاسرسی غواړم ځکه له بده مرغه دا د جګړې ساحه ده او تاسو پوهېږئ چې د جګړې په سیمه کې نه یوازې ساحې ته د رسېدو په وړاندې بلکې د څېړونکو د امنیت په برخه کې هم زیاتې ستونزې وي.″

له بلې خوا د اوکراین د روس پلوو بېلتونپالو قوماندان اعتراف کړی چې له دوی سره د الوتکو ضد هغه ډول توغندي شته چې واشنګټن وايي، د جولای په ۱۷ د مالیزیا د هوايي کرښې الوتکه پرې ویشتل شوې ده.

الکساندر خداکوفسکې له رویټرز خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دی پوهېږي چې د بوک BUK په نوم دا توغندی د اوکراین له ختیځ ښار لوهانسک څخه توغول شوی دی.

بوک هماغه ډول توغندی دی چې په غالب ګومان د مالیزیا د هوايي شرکت مسافروړونکې الوتکه به پرې ویشتل شوې وي.

د بېلتونپالو قوماندانانو مخکې ویلي و، چې دا ډول توغندي لري خو د مالیزیايۍ الوتکې له نسکورېدو وروسته یې له دې انکار وکړ.

خداکوفسکې رویټرز آژانس ته وویل چې بوک توغندی له لوهانسک څخه او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت تر بیرغ لاندې راغلی.

XS
SM
MD
LG