د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د عراق د اسلامي دولت یاغیانو د تیلو د څاګانو څلور سیمې نیولي


د عراق د اسلامي دولت یاغیانو د دغه هېواد په شمال کې د خپل وروستي پرمختګ په ترڅ کې د تیلو د څاګانو څلور سیمې نیولي چې له دې لارې اوس خپل اسلامي خلافت تمویلوي.

د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو تیره میاشت د عراق په شمال کې د پرمختګ په ترڅ کې موصل ښارته نژدې د نجمه او قیاره د تیلو څاګانې او تکریت ښارته نژدې د حمرین او العجیل د تیلوڅاګانې ونیولې.

دغه څاګانې د بصرې او کرکوک د لویو حوزو په تناسب چې د کردانو او د بغداد د حکومت تر واک لاندې دي کوچنی دي.

کردي منابع وايي، اکثرهغه څاګانې چې د اسلامي دولت جنګیالیو نیولي او شمېر یې تقریبا اتیاوو ته رسیږي بندي دي او تیل نه پمپوي.

خو په دغو څاګانو انحصاري واک اسلامي دولت ته په نورو سیالو اسلامي ډلو برلاسی ورکوي.

د عراق چارواکي وايي، د اسلامي دولت ډلې په وروستیو اونیو کې د قیارې د څاګانو خام تیل د سوریې په تصفیه خانو کې تصفیه کړي او د موصل بازارکې پلورلي دي. موصل ښار دوه میلیونه نفوس لري.

عراقي چارواکي زیاتوي چې؛ د نجمه د څاګانوڅخه نسبتا ډیراستخراج شوي تیل د قاچاقبرانوله لارې په ترکي سوداګرو په ډیرې کمې نسبي بیې، یو بیرل په ۲۵ ډالرو پلورل شوي.

د موصل د ښارد انرژۍ د شورا مشر هشام البریفکاني وايي:

″موږهغه رپوټونه تایید کړل چې وايي، اسلامي دولت د نجمې د څاګانو تیل سوریې ته استوي، له هغه ځایه یي یو ګاونډي هېواد ته قاچاقوي او له دې لارې په میلیونو ډالرګټه ترلاسه کوي.″

په موصل ښارکې د تیلو د یوه پمپ خاوند رویترز خبري اژانس ته ویلي د ښار د تیلو پمپونه اوس له هغو سوداګرو تیل اخلي چې؛ له اسلامي دولت سره ارتباط لري او في لیتر پترول په یوه یا یونیم ډالر خرڅوي چې پخوانیو بیو ته نسبتا ډیره اوچته ده.

د پمپ خاوند زیاتوي چې دغه تیل له سوریې راوړل کیږي او نسبت پخوا ته یي بیه درې برابره لوړه ده، خو موټرچلوونکي یي اخیستو ته مجبورځکه دي چې هغه حکومتي تیل چې په ټیټه بیه خرڅیدل بند شوي.

د موصل د ښارد انرژۍ د شورا مشر بریفکاني وايي: اسلامي دولت له سوریي څخه د تیلو واردات انحصار کړي.

هلته د سوریي د دیر الزور څاګانې هم د دوی په لاس کې دي.

د هغود تیلو یوه برخه په خپلو موټرو کې استعمالوي او پاته یي خپلو سوداګرو ته پلوري.″

د قیارې د څاګانو استخراج د انګولا د دولتي Sonangolکمپنۍ په لاس کې وو خو تیر کال یي د لګښتونو د زیاتوالي او امنیتي اندیښنو له کبله کار پریښود.

د دغو څاګانو زیرمه اته سوه میلیونه بیرله تیل اټکل شوې. د قیارې څاګانو مخکې له دې چې د اسلامي دولت د جنګیالیو لاس ته ورشي د ورځې اوه زره بیرله خام تیل تولیدول.

د قیارې ترڅنګ یوه تصفیه خانه هم د دوی لاس ته ورغلی چې د ورځې شپاړس زره بیرله تیل تصفیه کولای شي.

د قیارې استخراج وروسته له دې ودریده چې کارګرانو د خپل کار پریښودل پیل کړل، خو د اسلامي دولت جنګیالو ورته ډاډ ورکړ چې خپل کار ته دوام ورکړي او د حمایت ژمنه یې وکړه.

د عراق د حکومت منابع وايي، دا څرګنده نه ده چې اسلامي دولت ډله د تیلو له خرڅلاوه د ورځې څومره ګټه ترلاسه کوي.

خو هغه تیل چې مخکې د کردستان له لارې ایران ته قاچاقیدل او اوس یي قاچاق بند شوی د ورځې تقریبا یو ملیون ډالر یې جوړول.

XS
SM
MD
LG