د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

سپانتا: د ملي وحدت حکومت جوړول د افغانستان د دایمي ستونزو حل نه دی


د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر وایي، د ملي وحدت حکومت له توافق سره ډیرهم نظره نه دی، خو وایې د افغانستان د خیر ښیګڼي لپاره باید دغه تګ لاره یوه سم لوري ته سوق شي.

رنګین دادفرسپنتا دا خبرې په کابل کې له مدني ټولنو سره د خبرو پرمهال وکړې.

ښاغلي سپنتا د افغانستان په انتخاباتو کې د نړېوالو سازمانونو ګډون ته په اشارې وویل، هغه څه چې د انتخاباتي کمیسیونونو له صلاحیتونو سره شوي، دده په وینا یوه شرعي حیله ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ریس رنګین دادفرسپنتا وایي، د ملي وحدت حکومت د یوه هېواد د دایمي ستونزو حل لاره نه بلکې په استثنایې حالاتو کې د یوې ستونزي ځواب دی.

نوموړي چې په کابل کې یې د مدني ټولني له استازو سره خبرې کولې وویل، اوس چې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت پرحکومت توافق شوی، نو باید هڅه وشي دغه پریکړه د افغانستان په خیرتمامه شي:

″د ملي وحدت حکومت د یوې ټولني د ژوند د تاریخي او استثنایې شیبو لپاره یو ځواب دی، دا دایمي حل لاره او داسي لاره چې د ډیموکراسۍ پراصولو او ارزښتونو ولاړه وي نه ده، که مو خوښه وي که نه وي تریخ واقعیت همدا دی، خو سیاست دنده لري چې همدا تریخ واقعیت د ډیموکراسۍ، ثبات او تر هرڅه وړاندي د وحدت لوري ته سوق کړي.″

ښاغلي سپنتا دغه راز هغه څه ته اشاره وکړه چې ده د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو په وړاندې شرعي حیله او چال وباله.

نوموړي د نړېوالو سازمانونو او ادارو له خوا د افغانستان په انتخاباتو کې پر ګډون یو ډول انتقاد وکړ او ویویل، چې د افغانستان د دغو حقوقي ادارو مسولیتونه ترې اخستل شوي او د رایو تفتیش هم د دوو کاندیدانو د توافق له مخې کیږي نه د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون د معیارونو له مخې.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د لانجې د هواري لپاره کابل ته تللی وو او د ولسمشرپه ګډون یې د دواړو کاندیدانو سره هم جلا جلا وکتل او د ملي وحدت د حکومت پر طرحې توافق وشو.

ظاهرا داسې بریښي چې افغان حکومت د افغانستان د انتخاباتي ستونزو د هواري لپاره امریکا له مداخلې څخه ناخوښ دی.

د حکومت ویاند ایمل فیضي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې ولسمشرکرزي کوم امریکایې چارواکي ته دا بلنه نه وه ورکړې چې د افغانستان د انتخاباتو د رواني لانجې لپاره منځګړیتوب وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابېنزپه کابل کې ویلي چې امریکایې چارواکو د افغان ولسمشراو دواړو کاندیدانو په غوښتنه دغه اقدام کړی دی.

جیمزډابېنزدا د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه بلکه د عامو خلکو له ارامۍ لپاره یوه مرسته بولي.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال هم وړاندې ویلي چې د کاندیدانو د جوړجاړي طرحه کاملآ افغاني وه.

XS
SM
MD
LG