د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۹

دعفوې نړيوال سازمان پر الاقصی روغتون د اسراییلو برید جنګي جنايت بللی


فلسطيني چارواکي وايي، چې نن د ورځې په پيل کې د اسرایيل له خوا په شوې بمبارۍ کې د يوې کورنۍ د ۵ غړيو په شمول په غزه کې ۷ کسه وژل شوي دي.

په دې نښته کې د "دير البلح" په سيمه کې پر يوه روغتون هم په بمباري کې څو کسو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. په دې هکله د عفوې نړيوال سازمان ويلي دي چې؛ دا د اسرايل له خوا يو جنګي جنايت دی.

تقريباً شل ورځې مخکې د اسرايیلي پوځ له خوا په فلسطين کې د حماس له خوا د توغنديو د مخ نيوي لپاره بريد پيل شو. په دې بمبارۍ کې تر اوسه له ۵۸۰ څخه زيات فلسطينيان وژل شوي دي. فلسطيني ادارې وايي چې، په وژل شويو کسانو کې ډېر ملکي کسان وه.

د راپورونو له مخې، د غزه د روغتيا وزارت ويلي دي؛ په "دير البلح" سيمه کې د الاقصی په نامه پر يوه روغتون په بمباري کې څلور کسه وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.

د عفوې د نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنېشنل د منځني ختيځ مسول، فيليپ لوتر (Philip Luther) ويلي دي:

"پر الاقصی روغتون دا نننې حمله پر روغتونونو او روغتيايي تجهيزاتو د بريدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده او دغه روغتونونه په خپله د زرګونو زخمي شويو کسانو د درملنې لپاره لاس او پښې وهي."

د اسرايل له خوا دا حملې په داسې حال کې کيږي چې؛ تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د ملګري ملتونو د سرمنشي بانکي مون سره په مصر کې ليدل کتل وکړل چې؛ له ډیپلوماټيکو لارو د دې شخړې حل راوباسي.

د ملګري ملتونو سرمنشي بانکي مون وايي:

"زه هيله من يم چې سيمې ته زما او د ښاغلي کري په راتګ سره به موږ په دې وتوانيږو چې؛ د دواړو لورو له خوا د جنګ بنديز لپاره په موافقه کې مرسته وکړو او دوی سمدستي د ستونزې د حل لپاره خبرو ته تيار شي."

د دې حملو له پيله چې تقريباً شل ورځې مخکې پيل شوي وې؛ د اسرايیل ۲۷ سرتيري او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

د اسرایيل صدراعظم بنيامن ناتنياهو د ملکي کسانو تلفات متاثرونکي وبلل او ويلي يې دي چې، موږ بايد خپله دفاع وکړو.

XS
SM
MD
LG