د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۶

مصر وايي د ٢١ سرحدي ساتونکو قاتلين مجازاتوو

د مصر چارواکو ژمنه وکړه، هغه بريدکوونکي به مجازات کړي چې د ليبيا پولې ته څېرمه يې ٢١ سرحدي ساتونکي وژلي دي.

وسلوالو کسانو د شنبې په ورځ د قاهرې د لوېديځ په ٦٣٠ کيلومترۍ کې پر دې سرحدي پوسته د راکټونو، لاسي بمونو او ماشينګڼو حمله وکړه، د مصر ٢١ سرتېري يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.

د مصر پوځ وايي دغه سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې يو RPG راکټ د الفرافره سرحدي پوستې په وسلتون کې دننه وچاودېد.

د مصر جمهوري رياست وايي دغه زړه بوږنوونکى جنايت چې د دغو سرتېرو د وژنې سبب شو، بې ځوابه نه پاتې کېږي.

په بيان کې راغلي: ټروريزم به د مصر له ټولو برخو محو شي.

د مصر چارواکو سر له يکشنبې په دې هېواد کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

تر دې مخکې چارواکو د ليبيا له سرحده د ممکنه تاوتريخوالي د خپرېدو په اړه خبردارى ورکړى و.

په ليبيا کې دوامداره وژنو هلته د کورنۍ جګړې د خپرېدو په اړه اندېښنې پارولي دي.

په ٢٠١١م کال کې چې د ناټو په ملاتړ د پاڅون په نتيجه کې ديکتاتور مشر معمر القذافي له واک څخه وپرځول شو، له هغه راهيسې دغه هېواد ته زياتې وسلې وړل شوي او ناکراري په کې زياته شوې ده.

ليبيا له مصر سره زر کيلومتره پوله لري.

د ٢٠١٢م کال په اګست کې هم وسلوالو کسانو د اسرائيل پولې ته څېرمه د مصر ١٦ سرحدي ساتونکي وژلي وو.

وروسته له هغه چې تېر کال په همدې مياشت د مصر اسلامپال ولسمشر محمد مرسي د پوځ له خوا له واک څخه ليرې شو، مصر د خونړيو چاودنو او ډزو شاهد پاتې شوى.

د زياتو بريدونو مسووليت جهادي ډلو اخيستى دى، دا په داسې حال کې ده چې حکومت پر دغو ډلو او د هغوى پر ملاتړو خونړي فشارونه زيات کړي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG