د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

"د دویم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر ورو پر مخ ځي"


سره له دې چې د رایو د تفتیش مرحله دویمې ورځې ته داخلیږي د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبر ورکوي چې؛ د رایو د تفتیش په لومړۍ ورځ ۳۲ صندقونه تفتیش شوې دي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د جمعې په ورځ د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې؛ اوس مهال د رایو تفتیش په خپلو لومړنیو مراحلو کې قرار لري او ممکن له ولایتونو څخه د رایو د صندوقونو انتقال سره به د رایو تفتیش بهیر چټک شي.

"دوه دیرش صندقونه پرون په رسمي توګه تفتیش شول؛ اوسمهال دا لړۍ په ابتدایي ډول پیل شوې د انتخاباتو د کمیسیون دوه هنګرونه چې هر هنګر د پنځوس ټیمونو ظرفیت لري؛ تراوسه یې کار پیل کړی نه دی، دوی اماده دي چې مواد ورورسیږي او بهرني څارونکې هم ورسیږي، بیا دغه لړۍ به په پراخه توګه پیل شي او په هره ورځ کې څه باندې زر صندقونه تفتیش شي."

ښاغلي نور وویل چې دا مهال له کابل پرته د رایو صندقونه له مزارشریف څخه هم دې کمیسیون ته رسیدلي دي.

نوموړي وویل چې، په ممکن راتلونکو څو ورځو کې د غزني او میدان وردګ ولایتونو د رایې صندوقونه هم د ایساف په مرسته کابل ته انتقال شي.

په عین حال کې د اصلاحاتو او همپالني د ټيم عمومي څارونکي امرالله امان او د تحول او تداوم ټيم څارونکي محمد حلیم فدايي د رایو د شفافیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د تفتیش نتایج ښه وو، پاکې او ناپاکې رايې سره بیلې وي؛ تېره ورځ هم یو شمېر رايې د یوه کاندید بل ته حساب شوې دي؛ خو کوم وخت چې تعین شوی کافي نه دی؛ باید په دې برخه کې له سره فکر وشي.

۲- د دې پروسي له پیل څخه ملاتړ کوو او هیله من یو چې په ټاکلي وخت سره رايې تفتیش شي او دا به پریږدو نړیوالو او کورني څارونکو ته د دې بهیر په اړه تصمیم ونیسي."

په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ هڅه کوي د رایو تفتیش په ټاکلې وخت پای ته ورسیږي.

د رایو دا تفتیش د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې رسماً پیل شو.

د دې کمیسیون چارواکي وايي چې، په انتخاباتو کې د څه باندې اته میلیونه کارول شوو رایو پیل شوی تفتیش به درې اوونۍ وخت ونیسي.

دوی وايي چې، د دې تفتیش لپاره یې سل ټیمونه روزلي چې؛ د سهار او ماسپښن په شفتونو کې به د څارونکو په حضور کې خپل کار مخ ته بیایي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو د رایو د ارزونې د پیل ستاینه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ډاډ ورکړی چې؛ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهم دور رایو د ارزونې بهیر به د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې، د رایو د ارزونې بهیر تر بشپړیدو وروسته به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون څه وخت د جوزا د ۲۴ نیټې نتایج اعلانوي.

د یادونې وړ ده چې، د دویم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش د هغو موافقو یوه برخه ده؛ چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او یوناما په منځګړیتوب؛ د دواړو کاندیدانو له خوا د انتخاباتي شخړې د هواري په مقصد شوي دي.

XS
SM
MD
LG