د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

کونړ: ۲ وسله وال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي


د کونړ امنیتي مسوولین وایي، په دې وروستیو کې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو په کونړ ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي چې تراوسه یې ګڼو کورنیو او بهرنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل؛ د جمعي ورځې سهار څه باندې اته بجې د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو دغازي اباد ولسوالۍ په درین دره کې د وسله والو طالبانو یوه څلور کسیزه ډله برید لاندې نیولې چې؛ په کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي:

"نن سهار پاو باندې اته بجې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د غازي اباد ولسوالۍ اړوند په درین دره کې برید کړی چې په کې د وسله والو طالبانو دوه مهم سرګروپان وژل شوي او دوه ملګري يې ټپيان شوي دی. څلور واړه د سیمي اوسیدونکي وو."

قومندان وايي، تېره شپه بیا پاکستانیو سرتیرو د کونړ شیګل ولسوالۍ په شلتن دره او د دانګام ولسوالۍ په زوړ برول د توپونو لس توغندي راویشتلي چې؛ په زوړ برول کې یوه کوچنۍ جینۍ ټپي شوې ده.

هغه وویل، په کونړ کې داسې بهرني وسله وال نشته چې؛ د پاکستان خلاف حملې وکړي؛ بلکې په کونړ کې ټولو وسله والو د افغان ځواکونو خلاف لاسونه سره یو کړي او د افغانانو په ضد جنګیږي.

تراوسه وسله والو طالبانو په غازي اباد کې د بې پیلوټه الوتکي د برید په اړه څه نه دي وییلي.

د یادونې وړ ده چې، له تېرو څه باندې څلورو کالو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ په خاوره د توپونو ډزې کړي چې؛ تراوسه يې په لسکونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې؛ په حقه روژه کې د سرپناه د نشتوالي او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.

تراوسه نه افغان دولت اونه هم نړېواله ټولنه په دې بریالي شوي چې؛ پاکستان د کونړ پرخاوره له بریدونه منع کړي. څو بې ځایه شوي کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستانه او له ستونزو خلاص شي.

XS
SM
MD
LG