د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۶

سیګار: افغانستان ته دې د نورو باروړونکو الوتکو ورکول وځنډول شي


سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د خاص مفتش ادارې غوښتنه کړې چې؛ د افغانستان هوايي ځواکونو ته د نورو بار وړونکو الوتکو ورکول وځنډول شي او باید ډاډ ترلاسه شي چې؛ کومې الوتکۍ چې تر اوسه دغو ځواکونو ته ورکړل شوي ترې بشپړ کار اخیستل کیږي کنه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو خاص مفتش جان سوپکو په خپل هغه یو لیک کې چې تیره اونۍ یې د امریکا دفاع وزیر او په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو قوماندان ته استولی ویلي دي چې؛ افغان ځواکونو ته د نوروC-130 Herculesسی ۱۳۰ ډوله الوتکو د سپارلو د پلان په هکله اندیښنه لري.

جان سوپکو په خپل لیک کې ویلي:

"دموږ مقدماتي څیړنه څرګندوي چې کیدای شي ټولو دغو الوتکو ته اړتیا نه وي او که چیرې اوس اقدام وشي نو د واقعی مصارفو مخه به ونیول شي."

د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند، براډ اې ووتس، وویل د خاص مفتش لیک یې ترلاسه کړی، وزارت یې څیړي او مناسب ځواب ورکوي.

د وال سټریت جورنال ورځپاڼې رپوټ وايي، د افغانستان هوايي ځواکونه څه دپاسه سل بیلابیلې الوتکۍ لري چې په کې امریکایي او روسي الوتکۍ هم شاملې دي. خو د بارد وړلو لپاره ډیر کم شمېرلويې الوتکۍ لري.

رپوټ زیاتوي چې؛ د امریکا اردو د ۲۰۱۲ کال په روستیو میاشتو کې وروسته له دې افغان هوايي ځواک ته د شلو C-27 ډوله ترانسپورتي الوتکو د برابرولو پلان لغو کړ، چې یو قراردادي ونه شو کړای چې د الوتنی وړ کافي الوتکې وسپاري.

دغه الوتکۍ اوس د کابل د بین المللي هوایي ډګر په یوه څنډه کې ولاړې دي چې؛ د دغې معاملې د ناکامي یوڅرګند مثال ګڼل کیږي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ زیاتوي چې؛ واشنګټن تیرکال د امریکا د اردو دوه C-130 باروړونکې الوتکۍ افغان هوايي ځواک ته وسپارلې.

له دغو دوو الوتکو څخه د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته د وروستیو انتخاباتو د پاڼو او د طبیعي مصیبتونو زیانمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې کار اخیستل شوی دی .

دغه راز افغان اردو د مهمو شخصیتونو دانتقال لپاره هم له دغو الوتکو کار اخلي.

د افغانستان د بیارغونې د مصارفو خاص مفتش په خپل لیک کې وايي:

"موږ د دغو دوو C-130 الوتکو چې په افغانستان کې ترې کار اخیستل کیږي دپرواز معلومات ارزیابی کړل او ښکاري چې له هغو پوره استفاده نه کیږي نو دا پوښتنه را مینځ ته کیږي چې آیا نورو دغه ډول الوتکو ته اړتیا شته کنه ."

امریکا پلان لري چي دوه نورې C-130 الوتکې او په هغو کې یوه راتلونکې میاشت افغانستان ته وسپاری.

سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې د مصارفو د تفتیش دفتر وايي، د امریکا دفاع وزارت مخکې له دې چې دغه الوتکۍ وسپاري باید د افغان ځواکونو اړتیاوې بیا وڅیړې ترڅو د خریداري او حفظ او مراقبت مصارف وسپمول شي.

جان سوپکو، د دغه دفتر مشر په خپل لیک کې زیاتوي:

"که موږ له خپل پلانه یوه C-130 ډوله الوتکه حذف کړو نو تر ۲۰۱۷ کاله به مو څلویښت ملیونه او پنځه لکه ډالر سپمولي وي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي چې؛ له دوه C-130 الوتکو په افغانستان کې کار اخیستل کیږي خو دنورو الوتکو دسپارلو له پلانه خبر نه دی.

XS
SM
MD
LG