د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۱

اسرایلي پوځ د غزې د ختیځې سیمې اوسیدونکو ته د کورونو د پریښودو ویلي


په داسې حال کې چې پرغزه د اسراییلو د هوايي بریدونو د تلفاتو شمېردوه سوه پنځو تنو ته رسیدلی دی.

د اسراییلو پوځ د غزې د تړانګې د ختیځې سیمې له سل زره اوسیدونکو غوښتي چې له خپلو کورونو څخه دې ووځي.

د اسراییلو د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې دي چې د دې سیمو اوسیدونکې دې د دوی تر بلې اطلاع پورې بیرته خپلو کورنو ته نه ستیږي.

وروسته له هغې چې حماس د مصر په منځګړیتوب له اسراییلو سره د اوربند وړاندیز رد کړ او پرغزې د اسرایلو نهه ورځني هوايي بریدونه بیرته زیات شول، د اسرایلو پوځ د غزې د تړانګې د ختیځو سیمو له سل زرو اوسیدونکو غوښتي چې له خپلو کورونو څخه دې ووځي.

د پوځ له خوا په خپرو شویو پاڼو کې ویل شوي چې؛ د اسرایلو پوځ به د زیتون او شجاعیه په سیمو کې د تروریستي اهدافو او د حماس د فعالانو پرضد هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

زیتون او شجاعیه د غزې ختیځې سیمې دي چې پر اسراییلو زیاتره توغندي له دې ځایونو ویشتل کېږي.

د یکشنبې په ورځ ورته د خبرداري پاڼې د بیت الحیه ” Biet Lahiya‌“ په سیمه کې هم خپرې شوې وي او د دې سیمې اولس زره اوسیدونکي د سرونو د ژغورنې لپاره له خپلو کورنو تښتیدلي او ډیرو یې هغو ښونځیو ته پنا وړې ده چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کېږي.

د فرانسې د خبري اژانس د شمیرو له مخې تراوسه پورې پرغزه د اسرایلو په بریدونو کې دوه سوه پنځه کسان وژل شوي دي.

حماس بیا د دولس سوو په شااوخوا کې توغندي د اسرایلو پرمرکزي او جنوبي سیمو توغولي چې د سې شنبې په ورځ په کې لومړنی اسرایلي ووژل شو.

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککېن د غزې د کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او د الحره تلویزوني شبکې سره یې مرکه کې ویلي:

″زه له دې ویره لرم چې تاوتریخوالی به زیات شي. ډیر فلسطینیان او ښايي اسرایلیان به هم ووژل شي.

داسې ښکاري چې د راکټونو دفاع سیستم یا اوسپنیزه ګنبده موثره ده. خو که ريښتیا ووایم، نه پوهیږم، کله چې څرګنده ده چې حماس د ماتې په حال کې دی نو ولې اوربند نه مني.

خو د تاوتریخوالي زیاتیدل او دا چې مسایل به له کنتروله ووځي ډیر د پاملرنې وړ دي.″

د تیرې شپې په اوږدو کې اسراییلي الوتکو په غزه کې په څلوېښتو هدفونو بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې د حماس د سیاسي مشرانو پر کورنو بریدونه هم شامل دي. ویل کېږي چې د محمود زهارپه نوم د حماس د لوړ پوړي سیاسي چارواکو او درې نورو سیاسي مشرانو کورونه تر بریدونو لاندې راغلي.

وروسته له هغې چې د مصرله خوا د دواړو لورو ترمنځ د اوربند وړاندیز ناکام شو، د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې هیواد به یې پوځي عملیات زیات او پراخه کړي.

ویل کېږي چې؛ د فلسطینې ادارې مشرمحمود عباس به ترکېې او مصر ته سفر وکړي څو، د سمدستي اوربند لپاره سیمه يیز ملاتړ خپل کړي.

XS
SM
MD
LG