د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۶

بشارالاسد به د یوې بلې دورې لپاره د لوړې مراسم په ځای کړي


په داسې حال کې چې د سوریې په درې کلنې کورنۍ جګړه کې څه دپاسه ۱۷۰ زره کسان وژل شوي، ټاکل شوې د دغه هېواد د رژیم مشربشارالاسد نن د جمهوري ریاست د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره د لوړې مراسم په ځای کړي.

بشارالاسد په داسې حال کې په وروستيود خندا وړانتخاباتو کې بریالی اعلان شو چې د رژیم قواوې له مخالفینوسره په جنګ اخته وي.

د سوریي د کورنۍ جګړې په دوولومړیوکلونو کې د رژیم د مخالفینو لویدیځو او بهرنیو پلویانو له واکه د بشارالاسد په لیرې کیدو ټینګار کاوه.

خو وروسته له دې چې د عراق او شام د اسلامي دولت افراطي ډلې خلافت اعلان کړ، وضعیت بدل شو او په ځانګړي توګه اروپا ته اندیښنې پیدا شوې.

د فرانسې د خبري اژانس راپور زیاتوي:

د سوریې په درې کلنې کورنۍ جګړه کې څه د پاسه ۱۷۰ زره کسان وژل شوي او په میلیونو نورو خپل کورونه پریښي.

په داسې حال کې چې د بشارالاسد پلوي ځواکونه له مخالفینو سره په جګړه وو، ۴۹ کلن مستبد بشارالاسد د تیرې جون د میاشتې د خندا وړ انتخاباتو کې بریالی اعلان شو او ټاکل شوې نن د جمهوري ریاست د یوې بلې اوه کلنې دورې د لوړې مراسم ترسره کړي.

د سوریې د رژیم یو مشهور مخالف او د ملي ټلوالې غړی سجاد سمیر نشار وايي:

″د خواشینتیا خبره دا ده چې؛ د سوریې د خلکو لپاره د منځني ختیځ وضعیت په چټکه بدلیږي.

ناارامیو نړېواله پاملرنه بدله کړې او نړۍ تصمیم نه شي نیولای چې کوم ځای ته اولویت ورکړي،مصر، عراق او که اسلامي دولت ته.″

سجاد نشار زیاتوي بشارالاسد وکولای شول چې؛ د اسلامي دولت او افراطیت په مقابل کې خپل ځان خصوصا لویدیځ ته یو بهتر بدیل ور وپیژني.

ځیني کارپوهان باورکوي چې؛ د جهادیانو راپیدا کیدل د بشارالاسد در رژیم لپاره یوه ډالۍ وه.

کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد د رژیم خلاف بغاوت پیل شو نوهغه خپل مخالفین تروریستان او د بهرنیانو لاس پوڅې وګڼل.

کارپوهان په دی باوردي چې؛ بشارالاسد به اوس د مسلمانو تندلارو څخه د لویدیځ له ویرې ګټه واخلي او خپل ځان به د دوی په مقابل کې یو سپرمعرفي کاندي.

سجاد سمیرنشار وايي، بشارالاسد به لویدیځوالو ته ووایي:

″زه په سیمه کې ستاسو سړی یم چې له تروریستانو او افراطیانو سره مقابله کولای شم.

ما په رسمیت وپیژنئ او ملاتړ مې وکړئ.″

د کارنیګي په انستیتیوت کې د منځني ختیځ د چارو کارپوهه لینا خطیب واي:

″په ډیراحتمال سره د بشارالاسد د ستراتیژي اساس دا دی چې؛ د دولت د واک لاندې سیمي وساتي او د حلب ټوله سیمه بیا تر خپل واک لاندې راولي.″

XS
SM
MD
LG