د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې مو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ له وزیرانجینرامیرزي سنګین سره د افغانانو د مکالمو په خوندیتوب، د نصب شوې سپوږمکې په ګټو او مخابراتي ستونزو په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلی سنګین وایي، چې له قانوني لارې یې د افغانانو ټیلفوني مکالمې مصونې کړي، خو زیاتوي، چې لا هم ځیني کړۍ غواړي له غیر قانوني لارو د افغان چارواکو په ځانکړې توګه امنیتي ارګانونو خبرې واوري.
نوموړی وایي، چې هڅه یې پیل کړې، د مخابراتي شرکتونو ترمنځ رقابت زیات کړي، ترڅو یې په وسیله د ټیلفونی مکالمو بیې را کمې شي.