د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

پکتیکا: په ارګون کې د انتحاري برید له امله د مړو شمېر ۴۱ تنو ته لوړ شو


د پکتیکا امینتي چارواکي، وایي چې، د دې ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د چاودنې له امله یو څلوېښت تنه وژل شوي او تر دېرشو تنو زیات ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د امنیت امر سمونمل نثار احمد عبدالرحیمزي ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده پیښه تاید کړه او وایي چې، چاودنه وروسته له هغې رامنځ ته شوه؛ کله چې حمله کوونکي د پولیسو له خوا وپیژندل شو:

"د وطن دښمنانو یوځل بیا وغوښتل چې، زموږ مظلوم ولس وګړوي. یو موټر بم وروسته له هغه چې د پولیسو له خوا وپېژندل شو، د ارګون په بازار کې یوه جومات ته څېرمه ې ځان ته انفجار ورکړ؛ چې په نتیجه کې یې د دوو پولیسو په ګډون ۴۱ تنه شهیدان شوي او ۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي"

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، چې دا د دوی لومړني ارقام دي او د پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG