د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

ننګرهار: پرفلسطین د اسراييلو د بریدونو پرضد مظاهره وشوه


په ننګرهار کې د مدني ټولنو په لسګونو فعالانو او ديني علماو د يوې مظاهرې له لارې پر فلسطین د اسرایلو روان بریدونه په کلکه واغندل او د بندیدو غوښتنه يې وکړه.

د خپرو شویو رپوټونو له مخې له تېرې یوې اونۍ راهیسې اسرايلو ځواکونو پر فلسطین خپلو بریدونو ته زور ورکړی،چې څه باندې یوسلو پنځوس فلسطنيان،چې ډيره برخه يې ماشومان او میرمنې دي وژل شوي دي.

مظاهره کوونکو،چې احساسات يې راپاریدلي وو،مرګ پر اسرايلو نارې وهلې او پرفلسطین د روانو بریدونو د بندیدو غوښتنه کوله.

د مظاهرچیانو په خبره،چې له دې مظاهرې څخه د دوی موخه داده،ترڅو اسلامي نړۍ د اسراييلي ځواکونو ظلم ته متوجه کړي او د مظلومو فلسطیني مسلمانانو دفاع وکړي:

"مظاهرې ګډونوال:موږ دا مظاهره په همدې خاطر کړې،چې نړیواله ټولنه او اسلامۍ نړی د اسراییلو ظلم ته متوجه کړو او خپل غږ راپورته کړي،د دوی د ظلم لاسوونه ورلنډ کړي.

مظاهرې ګډونوال:زموږ له اسلامي نړۍ څخه غوښتنه داده،چې تاسې ټول یو موټی شی او د داسې ظالمانه بریدونو او تیری په مقابل کې ودریږی او بیچاره فلسطین دفاع وکړی"

ددې مظاهرې یو تن ګډونوال او دننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد منګل شیرزاد د ایران او ترکیه هيوادونو پرته پر نورې اسلامي نړۍ تور پورې کړ،چې هسې په نوم وجود لري:

"موږ ولیدل،چې یو ایران او ترکیه د اسرایلي ځواکونو د ظلم پر وړاندې غږ پورته کړ،نور اسلامي نړۍ تش په نوم ده،هیڅ نشته مخکې دا غربي هیوادونه وو،اوس د فلسطین مسله یوازې فلسطین ته پاتې ده."

ددې مظاهرې په پای کې یو پریکړه لیک هم خپور شو،چې په کې له نړیوالې ټولنې،اسلامۍ نړۍ او د بشرحقونو سازمان نه غوښتنه شوې،چې همداسې چوپه خله دې نه پاتې کیږي او د اسرایلي ځواکونو د ظلم پروړاندې دې خپل غږ پورته کړي.

دارنګه دغو مظاهرچیانو وویل،دوی به په راتلوونکي کې هم خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي،ترڅو نړیواله ټولنه دې ته مجبوره کړي،چې د اسراييلو او فلسطین ترمنځ دغه ستونزه،چې له ډير وخت راهیسې دوام لري حل کړي.

راپور: ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG