د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

جان کري د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره پر انتخاباتي لانجې خبرې وکړي


د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي د متحدوایالاتو د بهرنیوچارو له وزیر جان کري سره په کتنه کې ویلي دي چې دی د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د هراړخیز او پراخ تفتیش له لارې د خپل سیال عبدالله عبدالله اعتماد جلبول غواړي.

کري تېره شپه کابل ته ورسېد څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دوهم پړاو وروسته د رامینځ ته شوي بحران په حل کې مرسته وکړي.

اشرف غني احمدزي له ښاغلي کري سره د کتنې په پیل کې وویل:

جان کري او اشرف غني احمدزى
جان کري او اشرف غني احمدزى

”زموږ ژمنه دا ده چې باید د انتخاباتو د بهیر سلامت باید یقیني شي او هغه مشروعیت ولري چې د افغانستان خلک او نړیوال باور پرې وکړي او ځکه موږ د رایو پر هراړخیز او پراخ تفتیش باور لرو څو اعتماد ترلاسه شي“

کري په ځواب کې وویل، سمدستي هېڅوک باید د بریالیتوب اعلان ونکړي ځکه وروستي نتایج لا تراوسه نه دي معلوم او لومړی په دې اړه پوښتنو ته باید ځواب وویل شي. کري زیاته کړه، دی ځکه افغانستان ته سفر کوي چې امریکا په افغانستان کې ثبات غواړي:

”زه دلته ځکه راغلی یم چې ولسمشر بارک اوباما او متحدایالات د یوه متحد، دیموکراتیک او باثباته افغانستان لېوال دي“

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر له عبدالله عبدالله سره هم وکتل. د دې کتنې په اړه ډېر معلومات نشته خو په راپورونو کې ویل کېږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دې معترض کاندید له ښاغلي کري څخه کابل ته د سفر په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ له بریالیتوب سره د مرستې لپاره خپل تعهد څرګند کړ. ښاغلي عبدالله وویل، د افغانستان پرمختګ د ډیموکراسۍ د بهیر له کامیابۍ سره تړلی دی:

”زموږ د بریاوو راتلونکې د دیموکراسۍ د بهیر له بریا سره تړلې، نه د امریکايي سرتېرو له شمېر سره“

کري له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل د افغانستان د انتخاباتو مشروعیت او د انتقال بهیر په نامطمئن حالت کې دي نو ډېرې چارې دي چې باید ترسره شي. ده زیاته کړه، هیله من دی داسې لارې چارې به وموندل شي چې په دې اړه د پوښتنو د ځوابولو ظرفیت به رامینځ ته کړي څو د خلکو شکونه له مینځه ولاړ شي، خو نوموړي زیاته کړه، دی نشي ویلای چې دا ستونزه به سمدستي حل شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر له ولسمشرحامدکرزي سره وکتل او ټاکل شوې چې د ورځې په جریان کې بیا ورسره وګوري. په دې اړه د ارګ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشرکرزي ښاغلي کري ته ډاډ ورکړی چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به له ټاکلي پلان سره سم د زمري د میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره شي او د دې کار لپاره لازمې تیارۍ نیول شوې دي.

رویټرز خبري آژانس د سپینې ماڼۍ د یوه مقام له قوله لیکل دي چې وايي، که واشنګټن له افغانستان سره مرستې بندې کړي، ډېر امکان لري چې نور مرستندوی هېوادونه هم همدا کار وکړي. دا مقام چې په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی وايي دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې دوی بااعتباره، شفاف او د منلو وړ نتایج غواړي.

یو شرط چې د عبدالله عبدالله ټیم وړاندې کړی و، د څه باندې اته زره محلونو د رایو تفتیش دی. عبدالله ادعا درلوده چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او باید د دې شمېر محلونو رایې تفتیش شي څو پاکې رایې له ناپاکو رایو بېلې شي.

خو ښاغلی عبدالله داهم ویل چې د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون باور نه لري او باید دا رایې د یوه بل کمیسیون له خوا وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG