د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

کري: هیله من یم، چې کابل ته زما له له سفرسره سم انتخاباتي لانجه حل شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دی هیله من دی چې د جمعې په ورځ کابل ته دده له سفرسره سم به د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته لانجه حل شي.

جان کري وویل، چې افغانستان د انتقال په ډېرحساس پړاو کې دی او ځکه خوده له افغان سیاسي مشرانو وغوښتل چې خپله د مشرتابه وړتیا وښيي او روانه لانجه اواره کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان له کبله بحران په ژورېدو دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وايي، دی به هڅه وکړي چې د افغانستان د انتخاباتو د روان کړکېچ د ښکېلو اړخونو ترمنځ لانجه پای ته ورسوي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو معترض کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلان وروسته وویل، چې د انتخاباتو د کمیسیون پرېکړې نه مني.

عبدالله وویل، پلویانو یې ده ته ویلي چې باید موازي حکومت اعلان کړي خو ده څرګنده کړه، کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري د سفرتر وخته د حکومت اعلان ځنډوي.

کري چې د امریکا او چین د جګپوړو چارواکو د خبرو لپاره چین ته تللی په پېکېنګ کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې د دې لانجې د حل لاره به ومومي:

″موږ ډېره زیاته هیله لرو چې په را روانو څو ورځو کې، ډېر ژربه د پرمختګ یوه لاره وموندل شي او د افغانستان لپاره به یو بنسټ رامنځ ته شي څو وکولای شي ځان هغې راتلونکې ته ورسوي چې میلیونونه رای ورکوونکو لنډه موده مخکې خپله لېوالتیا ورسره څرګنده کړه.″

کري وویل، له دواړو کاندیدانو او همدا راز له ولسمشرحامد کرزي سره په تماس کې دی او زیاته یې کړه، د جمعې په ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې به دواړو کاندیدانو ته وايي، چې د خپلو پلویانو توقعات دې نه اوچتوي، د حساب کتاب او شفافیت بهیرته دې علني درناوی وښيي او خپله د مشرتابه وړتیا دې په داسې حال کې چې افغانستان اړتیا ورته لري څرګنده کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وویل، افغانستان د انتقال د بهیر په تر ټولو حساس پړاو کې دی:

″دا د انتقال ترټولو حساسه شېبه ده چې؛ په افغانستان کې د راتلونکې حکومتولۍ او په آیسف کې د شاملو پنځوسو غړو او نورو متحدو هېوادو لپاره حیاتي اهمیت لري څو وکولای شي د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او خپل هغه ماموریت ترسره کړي چې د بریا لپاره یې ګڼو کسانو قربانۍ ورکړي دي.″

په انتخاباتي کمپاین کې د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمدمحقق د کري د سفر هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دوی ډله د پاکو او ناپاکو رایو د جلاکولو لپاره د ښاغلي کري د هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG