د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د امریکا او جرمني ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ بیا زیات شوي


د امریکا او جرمني ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ بیا زیات شوی دی.

دا کړکېچ په جرمني کې د امریکا د جاسوسۍ د نویو د فعالیتونو په اړه له نویو ادعاوو وروسته پراخ شو.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې؛ د جرمني د استخباراتو یو مامور پر CIA د دوو سوو محرمو سندونو د خلاف په تور نیول شوی دی.

د جرمني د پارلمان ځینو غړو پرون په واشنګټن کې دې رسوایۍ ته د امریکايي چارواکو له خوا د ځواب غوښتنه وکړه، خو دا ځواب یې ترلاسه نه کړ.

پوره دوه اونۍ وروسته له دې چې امریکا او جرمني د امریکا د ملي امنیت د څارنې د پروګرام پر سرپه خپلو اړیکوکې د رامنځ ته شوي کړکېچ د کمولو لپاره هڅې پیل کړې، د جرمني له خوا پرامریکا د جاسوسۍ نویو تورونو د دې کړکېچ د کمولو لپاره هڅو ته زیان واړاوه.

کله چې د جرمني د پارلمان غړو له واشنګټنه د کتنې پرمهال د امریکا د څارنې د پروګرام په وړاندې غوسه څرګندوله سپینې ماڼۍ د ویلو لپاره هېڅ نه لرل.

د جرمني د پارلمان د نړېوالو اړیکو د کمیټې مشر نوربرت روتجین د کانګرس له غړو او د امریکا د ملي امنیت ادارې له چارواکو سره ترکتنې وروسته وویل، د ده په نظر هغوی چې له دوی سره خبرې کوي، له دې ستونزې سم خبر نه دي.

روتجین ادعا وکړه چې؛ جرمني پلاوي په خپل هېواد کې د امریکا د جاسوسۍ د وروستۍ رسوایۍ په اړه لازم ځواب نه دی ترلاسه کړی او دا مسئله کولای شي د اتلانتیک په دواړو خواوو، یعنې په اروپا او امریکا کې د یوه کنګل وهلي کړکېچ باعث شي.

یوه بل امریکايي مقام نېلس انین ویلي چې دا نوي تورونه د دواړو هېوادو ترمینځ د انټرنټي ډیالوګ شاته پراته مثبت اهداف زیانمنولای شي.

انټرنټي ډیالوګ هغه خبرې اترې دي چې جرمني او امریکايي چارواکو د روان کال د جون په ۲۷ مه نېټه د امریکا د څارنې د پروګرام په اړه پیل کړې.

انین فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، د امریکا د څارنې پروګرام یوه ستونزه ده، ځکه د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل ټلفوني خبرې واورېدل شوې او دا دی د دې جاسوس نوې موضوع پرې زیاته شوه.

جرمني چارواکو د چارشنبې په ورځ په جرمني کې د متحدوایالاتو د جاسوسۍ د پروګرام یوه نوې قضیه تایید کړه چې په ترڅ کې یې یو جرمن منصبدار امریکا ته د جرمني د محرمو اسنادو په ورکولو تورن شوی دی.

دا خبره وروسته له هغه افشا شوه چې نژدې یوه اونۍ مخکې راپور ورکړل شو چې د جرمني د استخباراتو یوه دوه دېرش کلن مامور د امریکا د استخباراتو پر مرکزي ادارې CIA د دوه سوه محرمو اسنادو په پلورلو تورن شو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل، دی په دې موقف کې نه دی چې د استخباراتي فعالیتونو په اړه راپورونه تایید یا یې رد کړي او یا تبصره پرې وکړي خو ارنست خبریالانو ته وویل، د دې ستونزې د حل لپاره د امریکايي او جرمني ډيپلوماتانو او د دواړو هېوادونو د استخباراتي چارواکو ترمینځ څوځلې غونډې او خبرې شوې دي.

د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل تایید کړې ده چې د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر د CIA له مشر جان برېنن سره پر ټلفون خبرې کړي او همداراز د جرمني د بهرنیوچارو وزارت یوه مقام په تېرو پنځو ورځو کې د دوهم ځل لپاره په برلین کې د امریکا له سفیر سره د همدې مسئلې په اړه خبرې کړې دي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په دې اړه د ولسمشربارک اوباما او د صدراعظمې انګېلامېرکل ترمینځ د خبرو پلان نشته.

ځینې څارونکي شک لري چې د تړلو دروازو شاته خبرې اترې به د امریکا او جرمني ترمینځ په روان کړکېچ کې کموالی راولي. د جرمنې د مطالعاتو د امریکايي انستیتیوت کارکوونکي جک جینس د فرانسې خبري آژانس ته وویل د ده په نظر د دې ستونزې د حل یوه لاره دا ده چې ولسمشراوباما په خپله په دې اړه خبرې وکړي خو نوموړی زیاتوي چې دی فکر نه کوي اوباما به دا کار وکړي او یا به یې وکولای شي.

فرانسپرس لیکي، جګپوړو چارواکو له دې مخکې هم په خصوصي ډول ویلي و، چې هېوادونه تل په نورو هېوادونو کې د جاسوسۍ فعالیتونه کوي. آژانس زیاتوي، دا عادي مسئله او یوه عادلانه لوبه ده او د امریکا حکومت هم د همدې لوبې قرباني دی.

XS
SM
MD
LG