د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د پکتيا مدني ټولنو د انتخاباتي کميسونونو د پرېکړو ملاتړ وکړ


د پکتيا مدني ټولنو په يو خبري ناسته کې د ټاکنو د خپلواکو کميسونونو د پرېکړو ملاتړ وکړ او د جمهوري رياست له دواړو نوماندانو څخه يې د ولس د ارادې د تمثيل د احترام غوښتنه وکړه.

په پکتيا کې د نږدې ۳۰ مدني ټولنو مشرانو او استازو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د انتخاباتو د کميسونونو د پرېکړو ملاتړ اعلان کړ او ترڅنګ يې په مرکزي حکومت او نړېواله ټولنه جدي غږ وکړ، چې د قانونه سرغړونکي دې محاکمه کړي.

د مدني ټولنواستازو په دې خبري ناسته کې وويل، ولس دې د کميسونونو نهايي پرېکړو ته انتظار وباسي چې څو پورې خپل نتايج اعلان او يو کس ولسمشر ونوموي، د مدني ټولنو يو تن فعال حاجي خيال محمد احمدزی:

″ولس دې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي، پرېږدئ چې ټاکنو خپلواک کميسون او شکايتونو کميسون يو کس د ولسمشر په نوم ونوموي ″

نوموړي دا هم وويل، چې په افغانستان کې روان انتخابات د ډيموکراسۍ يو ښه تمثيل وو او هېڅ ډول بحران او موازي حکومت نه شي رامنځته کېدلی.

د احمدزيو د شورا يو تن غړي احمدشاه احمدزي وويل چې ولس يې د جوزا په ۲۴ مه په مېړانه رايه کارولې او د وطن د ثبات او کارول شوې رايو د احترام په خاطر دې دواړه کميسونونه د خلکو له رايو سره بې پرې چلند وکړي.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د لويې جرګې په خېمه کې د افغان ولسمشر عکس راغورځول د اساسي قانون خلاف کار دی چې سرغړونکي يې بايد محاکمه شي:

″موږ د کميسونونو د پرېکړ حمايت کوو، او د افغان ولسمشر حامد کرزي د عکس راغورځول د قانون خلاف کار و چې د اصلاحات او همپالنې ټيم غړيو ترسره کړ او دغه کسان بايد محاکمې ته کش کړل شي″

په پکتيا کې د ښځو د پراختيايي شورا مشرې ماهرې احمدزي په خپلو خبرو کې د اصلاحات او همپالنې ټيم په مشر غږ وکړ چې د دومره رايو په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې دويم کس دی او بايد چې په سياست کې ماشومانه حرکات ونه کړي.

نوموړې وويل چې خلکو ده ته هم په يوه تمه او اميد رايه ورکړې او بايد خلک له ستونزو او يا د بحران له ګواښ سره مخ نه کړي او له دواړ ډولو يې د خپلواکو کميسونونو پرېکړو ته د احترام غوښتنه وکړه :

”افغانستان يو امېد ورته لري چې د افغانستان دويم کس به د دوی له پاره يو څه کار وکړي او هغه که داسې ماجراوې حلق کوي، نو خلک مايوسه کيږي او وايي چې دويم کس يې د ماشوم غوندې عقل هم نه لري، خلک په ستونزو کې اچوي، د ټاکنو کميسونونو پرېکړو ته بايد احترام وشي“

په دې خبري غونډه کې چې د پکتيا مدني ټولنو له لوري وربلل شوې وه، محمد الرحمن قادري د پکتیا مدني ټولنو شپږماديز پرېکړه ليک واورو چې له نړيوالې ټولنې پکې غوښتل شوي وو چې د ولسونو رايې بايد د افغانستان د ثبات له پاره ثابتې پاتې شي :

” د پکتيا ټولې مدنې ټولنې په شريکه له نړيوالې ټولنې هم غواړي چې دولسونو له لوري کارول شوې رايې بايد د افغانستان د ثبات له پاره ثابتې پاتې شي او هسې نه چې قانون د کوم لوري يا چا له خوا تر پښو لاندې شي، که چېرې داسې وشي نو د پکتيا مدني ټولنې به د دغه شپږ ماديز پرېکړه ليک پر اساس خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي“

د مدني ټولنو له لوري دا خبري ناسته په داسې حال کې وربلل کيږي چې څو ورځې وړاندې په مرکز کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې د اصلاحات او همپالنې ټيم د غړيو له خوا په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي عکس راوغورځول شو او د عبدالله، عبدالله عکس يې پر ځای د موازي حکومت رامنځته کېدو په موخه ځوړند شو.

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG