د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د ټاکنو د لومړنيو نتايجو له مخې اشرف غني تر عبدالله عبدالله مخکې دى


د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو لومړنۍ نتيجې نن (دوشنبه) مازيګر اعلان شوې. د دغو نتايجو د اعلان پر مهال د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني وويل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي په دغو ټاکنو کې ٥٦ اعشاريه ٤٤ فيصده او عبدالله عبدالله ٤٣ اعشاريه ٥٦ فيصده رايې اخيستې دي.

نورستاني وويل چې دا لومړنۍ پايلې دي او د کانديدانو پلويان دې له زغم څخه کار واخلي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم ځلي انتخابات د غبرګولي يا جوزا پر ٢٤مه وشول، خو تر انتخاباتو څو ورځې وروسته ډاکټر عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعا وکړه.

ټاکل شوې وروستۍ نتيجې دوې اوونۍ وروسته اعلان شي.

XS
SM
MD
LG