د افغانستان د انتخاباتو د خبري پوښښ د ارزونې لپاره، جوړه شوې کاري کمیټه وایي، ځیني افغان رسنۍ د انتخاباتو په پروسه کې بې طرفه نه دي پاتې شوي.
د دې کمټیې مسئولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو په روانه پروسه کې، د ځینو رسنیو له خوا قومي، ژبني او سیمه ییزو تعصباتو ته لمن وهل شوې ده.
دوی تاکید کوي چی رسنۍ او خبریالان دې، د انتخاباتوپه اړه
خپرونو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: