د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

امریکايي او اروپايي چارواکي د افغان انتخاباتو په بهیرکې مداخلې ته مجبور شوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د هغو غربي چارواکو شمېرد زیاتیدو په حال کې دی چې د راییو رسمي څیړنه ضروري ګڼي او د دې امکان ورسره زیاتیږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون د دوهم دور د ټولو راییو بیا ګڼلو ته مبجور شي.

ورځپاڼه وايي، غربي چارواکي اندیښنه لري چې په افغانستان کې د ټاکنو له امله رامنځته شوی سیاسي کړکیچ ښايي په تشدد بدل شي او په دې هېواد کې د هغوي اوږد مهالې ګټې له خطرسره مخامخ کړي.

له دې امله، یو شمېرامریکايي او اروپايي چارواکي په دې پروسه کې مداخلې ته مجبور شوي دي.

د امریکا له میشیګن ایالته دیموکرات سناتور کارل لیوین په کابل کې د جمهوري ریاست لپاره له دواړو کاندیدانو او افغان چارواکو سره وکتل.

دې امریکايي سناتور پرون خبریالانو ته وویل، که چېرې د انتخاباتو پروسه په مناسب ډول دوام ونه کړي او نتیجه ورنه کړي، خطرناکې پایلې به ولري:

″دا به واقعا د خواشیني وړ وي چې په افغانستان کې د زیات شمېرافغان، امریکايي او ایتلافي ځواکونو د وینې په بیه رامنځته شوی ستر پرمختګ د سیاسي کړکیچ او په سیاسې رهبرۍ کې د ناکامۍ له امله ضایع شي.″

دیموکرات سناتورکارل لیوین وویل، افغان چارواکي ښايي د دوشنبې په ورځ د دوهم دورانتخاباتو د ابتدايي راییو ترڅنګ، د رسمي څیړنو په اړه داسې اعلان هم وکړي، چې دواړو کاندیدانو ته به د قناعت وړ وي.

خو د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو پر خپلواک کمیسون د ابتدايي نتایجو د اعلان د ځنډولو لپاره فشارونه جاري ساتلي او ټینګار کوي، چې ابتدايي نتایج باید ترهغو وځنډیږي چې تورې او سپینې رایې بیلې او منسوخې شي.

عبدالله عبدالله ویلي:

″هیڅ څوک شک نه لري چې په افغانستان کې تقلب شوی دی.

داسې پراخ او سیستماتیکې درغلۍ شوي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون هم په کې شامل وو.″

خود ولسمشرۍ بل کاندید اشرف غني احمدزی ټینګارکړی چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج باید له ټاکلي مهالویش سره سم اعلان شي.

د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ډلې ویلي، د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو ځنډول توجیه نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز دوبینزهم په وروستیو کې له دواړو کاندیدانو سره وکتل او هغوي یې د انتخاباتو د نتایجو منلو ته وهڅول.

ترده وروسته جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مک کین او لینزي ګراهام په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د بشپړې څیړنې غږ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې که روان سیاسي کړکیچ حل نه شي، له کابل سره د واشنګټن مرستې به بندې شي.

نیویارک ټایمز وايي، په دې اړه د اروپايي اتحادیې اعلامیه ترټولو شدیده وه او ویې ویل، چې له درغلیو د ټاکنو د بهیر د پاکولو لپاره یوازې د نولس سوه او دیرش انتخاباتي مرکزونو څیړل کافي نه ګڼي.

د اروپايي اتحادیې په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي وو، چې په افغانستان کې د انتخاباتو په ورځ له فعالو ۲۲ زره ۸۲۸ انتخاباتي مرکزونو څخه باید لږترلږه ۶۰۰۰ له سره وڅيړل شي.

اروپايي اتحادیې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته سپارښتنه وکړه چې؛ د راییو په هغو مرکزونو کې هم له سره څیړنه وکړي چې یوه کاندید ته د باور تر حد زیاتې رایې اچول شوي دی.

XS
SM
MD
LG