د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

عبدالله: که پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي انتخاباتي پایلې نه منم


دا دی له ټاکلي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان وخت راورسېد؛ خو د عبدالله عبدالله ټیم بیا هم وايي، چې باید د دې نتایجو اعلان وځنډول شي.

ښاغلي عبدالله پرون بیا ټینګار وکړ چې؛ ترڅو چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شوې نه وي، د انتخاباتو هېڅ راز نتیجه به ونه مني. د ولسمشرۍ د انتخاباتو دا کاندید ادعا کوي چې؛ په انتخاباتو کې د ده پرضد پراخې درغلۍ شوې دي.

عبدالله پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل؛ یوازې هغه وخت به د انتخاباتو نتایج ومني چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي:

"موږ ډېر روښانه معیارونه په ګوته کړي چې؛ پر بنسټ یې د رایو صندوقونه باید تفتیش شي او ویلي مو دي چې، د پاکو رایو نتایج به ومنو. کله چې پاکې رایې له باطلو پاڼو او د یوه شخص په وسیله په صندوقونو کې له اچول شویو رایو جلا شوې، موږ به هغه وخت دا نتایج ومنو."

په پام کې وه چې، د انتخاباتو لومړني نتایج تېره اونۍ اعلان شي؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل؛ د ۱۹۳۰ محلونو د رایو د بیا تفتیش له کبله دا کار ځنډوي. داسې ښکاري چې د دې ټولو محلونو د رایو تفتیش د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم قناعت نه دی ترلاسه کړی.

عبدالله د انتخاباتو له خپلواکو کمیسیونونو سره اړیکي پرې کړي او وايي، ترڅو چې د ده غوښتنې ونه منل شي؛ له کمیسیونونو سره به بیا تماس ونه نیسي؛ خو د انتخاباتو مسوول کمیسیونونه وايي چې؛ د انتخاباتو نتایج به له ټاکلي مهالوېش سره سم اعلان کړي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که کمیسیون نن د انتخاباتو نتایج اعلان کړي؛ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې غبرګون به څه وي.

د لومړنیو نتایجو په اعلان کې ځنډ به د وروستیو نتایجو پر وخت اغېز ونه کړي.
کمیسیون

یوه امریکایي سناتور چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د رامینځ ته شوي کړکېچ د حل په مقصد یې له دواو کاندیدانو سره کتلي؛ ډاډ ورکړی چې، لومړني نتایج به نن اعلان شي او نتیجه به یې دواړه کاندیدان ومني.

کارل لیوېن Carl Levin چې د امریکا په سنا کې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر دی پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ دواړه کاندیدان د مشکوکو رایو له تفتیش او بیاڅېړنې سره موافق دي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ډلې یوه غړي طاهر زُهَیر آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د انتخاباتو کمیسیون له مخکې ټاکل شوي مهالوېش سره سم باید لومړني نتایج اعلان کړي:

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې؛ د لومړنیو نتایجو په اعلان کې ځنډ به د وروستیو نتایجو پر وخت اغېز ونه کړي.

تمه ده چې، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو وروستي نتایج د اسد یا زمري د میاشتې په دوهمه نېټه اعلان شي. د افغانستان د بهرنیو چارووزارت د نژدې څلوېښتو هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې؛ چې د کمکي اختر په پنځمه ورځ د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG