د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

محمدي: د سنګین ولسوالۍ د تصفيې لپاره اضافي ځواکونه استول شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، له وسله والو مخالفینو څخه د هلمند د سنګین ولسوالۍ د پاکولو لپاره اضافي ځواکونه استول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې له وسله والو مخالفینو څخه د هلمند ډیرې نا امنیې سیمې پاکې شوي خو د سنګین ولسوالۍ ځینې سیمې اوس هم د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي.

د دفاع وزیر بسم اله محمدي، د ملي شورا له ځینو غړیو سره د شنبې په ورځ سنګین ولسوالۍ ته تللي وو؛ هلته یې د دویمې پیاده لوا له امنیتي مسوولینو سره وکتل او د هغو فعالیتونه یې وستایل.

ښاغلي محمدي د هلمند د سفر په پای کې وویل؛ په سنګین ولسوالۍ کې اوس هم د مخالفینو ګواښونه شته؛ خو د ثبات لپاره یې اضافي ځواکونه او امکانات ورلیږلي دي:

"زموږ پروګرام دا دی چې، تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکوو.

د سنګین ولسوالۍ ته مو نوي پوځونه ولیږل. همدااوس د قول اردو قوماندان ډاډ راکړ چې، قوتونه ور رسیدلي. هیله ده د پاکسازۍ عملیات مو دوام وکړي."

محمدي وویل، وسله والو مخالفینو د پاکستان او ځینو نورو بهرنیو استخباراتو په مرسته؛ د نوزاد، موسی کلا، کجکي او سنګین پر ولسوالیو حملې وکړې او هڅه یې کړې ده چې؛ ځیني برخې یې ونیسي.

په سنګین ولسوالۍ کې امنیتي مسوولین وايي؛ په دې جګړه کې، د ملکي کسانو په شمول، د جنګ دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په هکله یې څه ونه ویل.

په هلمند کې د دوه سوه پنځه لسم قول اردو قوماندان سید ملوک وايي؛ افغان امنیتي ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې اتیا فیصده پرمختګ کړی؛ خو مخالفین د ماینونو په ځای پر ځای کولو؛ جنګ تود ساتي:

"اوس مهال د دښمن زوره وره وسله ماینونه دي چې؛ په هره سیمه کې یې کاروي.

موږ چې دوه سوه متره ساحه پاکه کړه؛ دوه سوه، درې شپیته ماینونو په کې وو."

د راپورونو له مخې، د موسی کلا، نوزاد، کجکي او سنګین په ولسوالیو کې جګړه، پنځه لس ورځې مخکې پیل شوې او د امنیتي مسوولینو په وینا په ځینو سیمو کې اوس هم روانه ده.

په عین حال د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزې شورا مسوولین وايي؛ افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

د دې شورا رییس او مرستیال، شادي خان او میراجان وايي، د سنګین ولسوالۍ نوي فیصده برخه اوس هم د مخالفینو په ولکه کې ده:

"د دوی خبرې بې بنیاده دي. موږ د سیمې خلک یو، که څوک شک کوي، ماسره دې خبرې وکړې. سیمه له لومړۍ ورځې راهیسې د دښمن په ولکه کې ده او حکومت په کې یو لویشت پرمختګ هم نه دی کړی؛ د سنګین ولسوالۍ وضعیت نوي په سلو خراب دی."

دوی هم دا مني چې په دې جنګ کې بهرنیان لاس لري؛ خو له حکومته غواړي د سیمې پاکولو ته دې هڅې جدي کړي.

د دې شورا مسوولین وايي، د افغان ځواکونو او مخالفینو ترمینځ د جګړو له امله د سیمې په سلګونه کورنې د خپلو سیمو پریښودو ته اړې شوي او عاجلو مرستو ته ضرورت لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG