د اوکراین ولسمشر وایي، د سلویانسک له ښاره د روسي پلوه بیلتون پالو په ایستلو کې د دې هېواد د پوځ بریالیتوب د وسله والو مخالفانو په وړاندې جګړه کې یوه ټاکونکې مرحله ده.
د اوکراین پوځ په وروستیو کې له سلویانسک څخه وسله وال مخالفین وایستل اودا ښار یې بیرته په خپله ولکه کې راوست.
خو د اوکراین ولسمشرپترو پوروشینکو وویل، د سلویانسک او د اوکراین د یوشمیرنورو ختیځو سیمو بیرته نیول د وسله والو یاغیانو پرضد د بشپړ بري په معنی ندی.
نورجزیات یې د نوریاس نوري په راپور کې اورو: