د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

اشرف غني د یوه ایتلافي حکومت جوړولو خبره رد کړه


ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو لومړني نتایج سبا ( دوشنبه ) اعلان شي.

پرون ( شنبه ) د بدلون او دوام د ټیم مشر اشرف غني احمدزي وویل، نتایج باید د ژمنې سره سم اعلان شي او نور ځنډ یې دوی ته د منلو نه دی.

د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید اشرف غني احمدزي له خپل سیال عبدالله عبدالله سره یو وار بیا د ایتلافي حکومت د جوړولو خبره رد کړه. نوموړي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه شته اوازې رد کړې او ویې ویل، خلک اندېښنه لري او پوښتنه کوي چې ایا کوم جوړجاړی مو کړی کنه. زموږ ځواب څرګند دی. موږ هیڅ ډول معامله نه ده کړې.

اشرف غني احمدزي زیاته کړه :

”موږ د ایتلاف لپاره نه یو راغلي بلکې خدمت ته راغلي یو. اول باید ایتلاف تعریف کړو چې؛ د ایتلاف معنی څه ده. د ځانګړو ګټو څخه دفاع کول او یا له ملي ګټو څخه دفاع کول. موږ د ملي ګټو څخه دفاع ته ژمن یوو. له ملي یووالي د قانون له حاکمیت او د افغانستان له حاکمیت څخه دفاع کوو.“

نوموړي یو وار بیا ټینګار وکړ چې؛ د غبرګولې د میاشتې پر ۱۶ نیټه باید لومړني نتایج اعلان شي او نور ځنډ یې دوی ته د منلو نه دی.

د انتخاباتو د مهال ویش سره سم باید د دویم پړاو انتخاباتو لومړني نتایج د چنګاښ پر یوولسمه نیټه اعلان شوي وای. خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون څو ورځې وړاندې په کابل کې وویل چې؛ د ځینو مرکزونو د رایو د بیا څیړنې له کبله به د ابتدايي نتایجو اعلان تر دوشنبې وځنډوي. له هغې راوروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکو بیا بیا ټینګار کړی دی چې؛ د دوشنبې په ورځ به لومړنی نتایج اعلان کړي.

که په افغانستان کې انتخاباتي ناندرو ته د هواري لار ونه موندل شي؛ په دې هیواد کې به سیاسي بحران رامنځ ته شي چې؛ د افغانستان سره به د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې هم کمې کړي.
مککېن

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم مرستیال محمد الله حیدري ویلي؛ څو چې پاکې رایې له ناپاکو بیلې نه شي، د لومړنیو نتایجو اعلان ورته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي حیدري د شنبې په ورځ وویل، د دواړو انتخاباتي ډلو تخنیکي ټیمونه له نژدې کار کوي؛ څو له دې بحران څخه د وتلو لاره ومومي.

”خبرې اترې روانې دي، څو وکولای شي، له تخنیکي نظره د یو ځانګړي پروګرام په چوکاټ او د څارونکو په موجودیت کې تقلب وڅیړي.“

تر دې مخکې په کابل کې د اروپايي ټولنې انتخاباتي څارونکو مشر "تیجس برمن" هم په یوه خبري غونډه کې ویلي وو؛ چې د رای ورکولو زرګونه مرکزونه دویم ځلي څیړنې ته اړتیا لري.

خو د دوی په ځواب کې د شنبې په ورځ اشرف غني احمدزي وویل؛ د اروپايي ټولنې څارونکي خپلې سپارښتنې ملګرو ملتونو او د انتخاباتو کمیسونونو ته سپارلی شي. د اشرف غني په وینا دوی هم د انتخاباتو پر شفافیت او د کمیسونونو پر موثریت ټینګار کوي.

له کاندیدانو سره د سناتورانو لیدنه:

په عین حال کې دوو امریکايي سناتورانو جان مککین او لېنډزي ګراهم هم په دې وروستیو کې په کابل کې د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره خپلې جلا جلا لیدنې مثبتې ګڼلې دي.

جان مککین په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هیله مند دی چې، د افغانستان د انتخاباتو جنجال به د دوشنبې تر ورځې هوار شي.

جان مککین په عین حال کې خبرداری ورکړ؛ که په افغانستان کې انتخاباتي ناندرو ته د هواري لار ونه موندل شي؛ په دې هیواد کې به سیاسي بحران رامنځ ته شي چې؛ د افغانستان سره به د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې هم کمې کړي.

XS
SM
MD
LG