د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۳۲

ناټو او روسیې په توره بحیره کې پوځي تمرینونه پيل کړل


ناټو او روسیې پرون په توره بحیره کې پوځي تمرینونه پيل کړل.

د روسیې او غربي هیوادونو د ناټو د غړو ترمنځ روابط له ډيرې مودې راهیسې د اوکراین د وضعیت له امله پیچلي دي.

د تورې بحیرې په لویدیزه خوا کې د ناټو په پوځي تمرینو کې د امریکا؛ یونان، بلغاریا، رومانیا او ترکیې بیړۍ هم برخه لري.

د دې تمرینونو تر پيل وروسته، د امریکا د سمندري ځواکونو یوه مشر رابرت کامینسکي پرون په بلغاریا کې خبریالانو ته وویل:

"ناټو څو میاشتې مخکې له اوکراین او روسیې سره په ارتباط د روانو حالاتو په اړه جدي بیان خپور کړ او هغه دا و چې، موږ متحد یو. موږ په خپلو اهدافو کې یو غږ لرو.

د امریکا دې سمندري جنرال زیاته کړې چې؛ دا پوځي تمرینونه یې د خپل اتحاد او همږغیتوب د څرګندولو لپاره پيل کړي دي.

په توره بحیره کې د ناټو تړون او روسیې پوځي تمرینونه به د روانې اونۍ تر پایه د جولای تر ۱۳ دوام وکړي.

په دې تمرینو کې د روسیې شل جنګي بیړۍ او شل پوځي جټ الوتکې برخه لري چې؛ پر ټاکلو اهدافو به د مزایلو د حملو ازموینې هم تر سره کړي.

په توره بحیره کې د ناټو اوروسیې دا پوځي تمرینونه په داسې حال کې پیل شوي چې؛ د اوکراین حکومت د روسیې د پلوي کونکو بیلتون غوښتونکو پر ضد عملیات جاري ساتلي.

رپوټونه وايي، د اوکراین د دولتي عسکرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه اوس په دونیڅک کې د سلویانسک ښار لمنو ته وتلې ده.

د اوکراین د ملي امنیت شورا مشر پر روسیه تور لګولی چې؛ د اوکراین سرحد ته نږدې یې ګڼ شمیر عسکر استولي او بیلتون غوښتونکو وسله والو ته اجازه ورکوي چې؛ د روسیې له خاورې پر اوکراین حملې وکړي.

اوکرایني چارواکي وايي، حکومتي ځواکونو پر بیلتون غوښتونکو هوايي حملې کړې او لږترلږه اولس ښارګوټي یې بیرته نیولي دي.

په اوکراین کې د نوي حکومت له خوا اعلان شوی؛ اوربند د جون په دیرشمه پای ته ورسید.

په جنیوا کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمشنرې ناوي پيلې د اوکراین پر حکومت او بیلتون غوښتونکو ږغ کړی چې؛ په ختیځ کې د ملکي خلکو امنیت ته فکر وکړي.

ملګري ملتونه وايي، د اپریل له میاشتې راهیسې د اوکراین په ختیځ کې په ناکراریو کې لږترلږه څلور سوه کسان وژل شوي دي.

ناوي پيلې ویلي: "په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو کې د یوه مشر دې وینا؛ چې ښځې او ماشومان اسان هدف دی، په شدت متاثره کړې ده."

داسې په زغرده، له تشدده ډګې خبرې په هیڅ ډول نه شي زغمل کیدلای او د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده."

XS
SM
MD
LG