دوو لوړ پوړو امریکایي چارواکو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو له دوو کاندیدانو سره کتلي دي.
امریکایي سناتور جان مککېن ویلي؛ ده او ملګري یې سناتور لینزي ګراهام له اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله سره ښې خبري درلودې.
دا لیدنه داسې مهال شوې چې؛ د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور لانجو د هواري لپاره هڅې دوام لري.
بل خوا اروپایي ټولنې هم د انتخاباتو د نتایجو د لا شفافیت په هدف د نورو رای محلونو د ارزونې غوښتنه کړې ده.
نور جزییات دفریبا ظاهر په راپور کې: