د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د ټاکنو د لومړنيو نتيجو د بيا ځنډېدو غوښتنه وشوه


د [اصلاحات و همګرايي] ټیم وايي چې د انتخاباتو د دوهم دور د ابتدايي نتایجو اعلان باید وځنډول شي.

د انتخاباتو ابتدايي نتایج باید د پخواني مهالویش پر اساس د چهارشنبې په ورځ اعلان شوي واي خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وویل چې په یو شمیر مرکزونو کې رایې له سره څيړل کیږي او دوي یې پایلو ته انتظار کوي.

د کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل ، په څه باندې نولس سوه مرکزونو کې د راییو د بیا څيړنې پریکړه د پروسې د شفافیت په خاطر شوې ده.

په دې اړه په عکس العمل کې نن [پنجشنبه] د عبدالله عبدالله د کمپاین مشر نصرالله بریالي ارسلايي ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتود خپلواک کمیسون لخوا د ۱۹۳۰ محلونو د راییود څیړنې پروسه ناسمه او یو اړخیزه ده ځکه هغه معیارونه چې پر اساس یې دا محلونه انتخاب شوي نه دي څرګندشوي.

ارسلايي وویل، د انتخاباتو په دوهم دور کې د تقلب اندازه ډيره زیاته او د هغو محلونو شمیر چې باید له سره تفتیش او وڅيړل شي، شاید درې څلور برابره زیات وي.

د عبدلله عبدالله ډلې ټینګار وکړ چې د راییو د څیړنې په دې پروسه کې د دوي ناظرین نشته نو نه یې مني.

ارسلايي وویل:

تر اوسه زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړ شوی او دوي [د افغانستاند انتخاباتو خپلواک کمیسون] خپلو کړنو ته دوام ورکړی. دا په خپله د دوي زور ازمویل او د پروسې شفافیت ته بې اعتنايي ده ځکه موږ د شخصي غوښتنې نه دي کړي. موږ فقط د تقلب د بربنډولو او د هغو مواردو د پلټنې مو غوښتنه کړې چې درغلي شوی او دوی زموږ غوښتنې رد کړې دي.

مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ښايي د دواړو انتخاباتي ټیمونو مشران سره وګوري خو وروسته بیا دا خبره غلې شوه.

د عبدالله عبدالله دانتخاباتي ټیم ویاند نصرالله بریالي ارسلايي وویل چې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ډلې نن دوي ته د یوې کتنې خبر ورکړی نو سبا [جمعه ] به د دواړو خواوو تخینکي ټیمونه سره وګوري.

د ارسلايي په وینا ، د دې لیدنې هدف پر هغو مواردو ږغیدل دي چې د انتخاباتو د پروسې، د راییو د ځیني مرکزونو د بیا څيړنې او ټولې انتخاباتی پروسې د شفافیت لپاره مهم ګڼل کیږي.

خو د [تحول او تداوم] ډله د افغانستان د انتخاباتو پر خپلواک کمیسون غږ کوي چې له قانون سره سم او د مخکې اعلان شوي تقسیم اوقات پر اساس باید ابتدايي نایج اعلان کړي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین یوه مسول طاهر زهیر نن ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید د افرادو د شخصي غوښتنو تر اغیز لاندې نه وي.

طاهر زهیر وويل: "د تاخیر لپاره دلیل نشته ځکه د محترم ډاکټر عبدالله ټیم خپلې اړیکې له کمیسون سره پرې کړې او ناظرین یې حضور نه لري ، نو دا په دې معنی نه ده چې دا پروسه وځنډول شي. دا یوه ملي پروسه ده چې د بې طرفه ملي او نړیوالو ادارو او د تحول اوتداوم د ټیم ناظرینو څارلې. د هغوي [عبدالله عبدالله د ټیم] عدم حضور دا معنی نه لري چې شفافیت نشته. دا دهغوي خپله ستونزه ده. د انتخاباتو کمیسون وظیفه لري چې د انتخاباتو نتایج د قانون او خپل تقسیم اوقات له مخې اعلان کړي او د یوه چا د فردي غوښتنو تابع نه شي"

د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي چې د دوهم دور انتخاباتو ابتدايي نتایج به د دوشنبې په ورځ او وروستي نتایج د جولاي د میاشتې په درویشتمه څرګند شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې ولسمشر حامد کرزی به تر کوچني اختر وروسته واک نوي منتخب ولسمشر ته وسپاري.

دا به د افغانستان په لنډ تاریخ کې اول وار وي چې یو افغان ولسمشر د انتخاباتو په څيرملي پروسې په ترځ کې او په سوله ایز ډول واک بل جمهور ریس ته سپاري.

XS
SM
MD
LG