د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

عمر زاخېلوال: کډوالو ته به د ژوندانه ضروري خدمتونه برابر کړو


نجیب الله الوخېل

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې وزیرستاني کډوالو ته به د روغتیا، اوبو او پوهنې په برخو کې د ژوندانه ضروري اړتیاوې برابرې کړي.

دوی همدارنګه د نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه ټولنو او موسسو څخه وغوښتل، چې د روژې میاشتې په دې شپو ورځو کې دې کډوالو سره د مرستو په برابرولو کې همکاري ډېره کړي.

د افغانستان ماليې وزیر عمر زاخیلوال، چې د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت د یو شمېر چارواکو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال مارک بوډین، د نړیوال خوراکي پروګرام، د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې او نورو موسساتو د استازو په ملتیا د خوست په ګربزو کې د ګلان کېمپ ته ورغلی وو، د کډوالو سره د کتنې پر مهال په خپلو خبرو کې هغوی سره ژمنه وکړه، چې افغان حکومت به کډوالو ته د ژوندانه هغه اسانتیاوې برابر کړي، چې نور عام افغانان ورڅخه برخمن دي:

"زموږ ټول هغه عامه خدمات چې زموږ د عامو وګړو له پاره دي، هغه که صحي خدمات دي، لکه څرنګه چې د کرښې دې خوا وروڼه ورته لاسرسۍ لري، زموږه دا بې ځایه شوي وروڼه به چې د شمالي وزیرستان دي، هغوی به هم ورته لاسرسۍ ولري، دلته موږ ته ماشومان ولاړ وو، دوی موږ څخه د مکتب غوښتنه وکړه، هر څومره ژر کیږي، موږ به دوی ته د مکتب بندوبست وکړو، تر څو چې دوی د درس څخه پاتې نه شي."

د ماليې وزیر وړاندې وویل، چې افغان حکومت به وزیرستاني کډوالو سره لاس په لاس د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي:

"یوازې تېر مازدیګر چې زه راتلم زموږ یو ملي سوداګر یو میلیون ډالر په ارزښت باندې مرسته زما سره وکړه، په دې مرسته کې خوراکي توکي لکه وریجې، غوړي، بسکټ، بوره، چای، کمپلې، خیمې او همدارنګه نقدي مرسته شامله ده، د دې تر څنګ د افغانستان حکومت په حدود د یو میلیون ډالرو کې نوره نقدي مرسته هم خوست ولایت ته راولیږي."

په کېمپ کې دوه تنو وزیرستاني کډوالو افغان وزیرانو ته په خپلو خبرو کې د افغاني لوري د مرستو قدرداني وکړه، خو بل لور ته يې د پاکستان د حکومت په ادرس وویل، چې دوی به هله خپلو کورونو ته ستنیږي، چې هغه سیمه د پخوا په شان بیرته قبایلي خلکو ته وسپارل شي:

"۱-تر څو چې د میرانشاه ایجنسۍ واک یې ماته داسې نه وي سپارلی، لکه څرنګه چې انګریز موږ ته سپارلی وو، اوس راته یوې خواته طالب دی او بل طرف ته مو پاکستان دی، نو ځکه تر دې ډېر زموږ ګزاران نه کېده، دوی په خپل منځ کې سره په جګړه دي او په منځ کې يې جرم ما کړی دی.

۲-وزیرصیب ته ولاړ شه، موږ ته هېڅ تکلیف نشته، د ورور کور مې دی، که دلې دی او که هغه خواته، د ورور کور مې دی، دا مې دې خور کور دی، هغه ځای نه يې راوشړلو، یوازې په یوه خبره مو ګیله شته، چې پاکستان حکومت دې هغه قصور موږ ته وښيي، چې موږ يې د پاکستانه رابهر کړو."

د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر ډاکټر اکرم خپلواک د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي پلاوي نه وغوښتل، چې خپلې مرستې دې ډېرې او چټکې کړي، تر څو ټولو مستحقو کډوالو سره مرستې وشي:

"د نړیوالې ټولنې مشرتابه دلته تشریف راوړی ده، نن چې دوی دلته راغلي، عملاً دا ټولې سیمې دوی په خپله ګوري، هیله کوو چې نړیوالې مرستې دې کډوالو او مظلومو خلکو له پاره په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې جوړې کړي، دې چټکتیا ورکړي او د دوی غږ تر نړیوالې ټولنې پورې ورسوي، تر څو وکولای شو، دې خلکو سره چې مستحق دي په خپل ټول توان ورسر کمک وکړو."

یاده دي وي په دې وروستیو کې شاوخوا یو لک وزیرستاني کډوال په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته راکډه شوي، چې افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه او خیریه موسسو ورسره مرستې کړي، خو لا هم کډوال د ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG