د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ولې د روسیې د غازو بیې اروپایي هېوادو ته یو شان نه دي


د یوې څیړنې له مخې، د لویدیځې اروپا هېوادونه د ختیځو ګاونډیو هېوادونو په پرتله د روسیې طبیعي غاز د دې هېواد له ګازپروم شرکته په ټیټه بیه پیري.

د مثال په ډول، جرمني د روسیې د طبیعي غاز زرمکعب میتره په ۴۰۰ امریکایي ډالر پیري، خو پولنډ او د چک جمهوریت بیا همدا اندازه غاز له ګازپروم کمپنۍ څخه د ۵۰۰ ډالرو په بدل کي پیري.

د روسیې د طبیعي غاز، ګازپروم کمپنۍ په اړه یوه څیړنه ښیي چې اروپایي هېوادونه له دې کمپنۍ څخه طبیعي غاز یوشان یا په یوې بیې نه ترلاسه کوي. د لویدیځې اروپا شتمن هېوادونه د ختیځې او مرکزي اروپا د نسبتا بې وزلو هېوادونو په پرتله له ګاز پروم کمپنۍ څخه په ډیره ټیټه بیه طبیعي غاز ترلاسه کوي.

پولنډ او چک جمهوریت د هرو زرو مکعب میترو غازلپاره ګاز پروم کمپنۍ ته پنځه سوه امریکایي ډالر ورکوي، په داسې حال کې چې جرمني دا اندازه طبیعي غاز له همدې کمپنۍ څخه د ۴۰۰ ډالرو په بدل کې پیري.

پوښتنه دلته چې ټولو هېوادونو ته ولې د روسیي د طبیعي غاز بیي یو شان نه دي؟

د ازادۍ راډیو خبري څانګې په اکسفورډ کې د روسیې د تیلو او غاز د کارپوه جیمز هیندرسن James Henderson خبره راخیستې چې وایي:

″د روسیې د ګاز پروم کمپنۍ د طبیعي غاز بیې په هېوادونو کې په انتخاب او امکاناتو پورې اړه لري.

په دې معنی چې ګازپروم د یوه انحصارکوونکي په توګه عمل کوي، د یوه پراخ مارکیټ په درلودلو او یا هم د محدود انتخاب په صورت کې عمل کوي او خپلې بیې ټاکي.″

د اروپا ځیني بې وزلي هېوادونه له روسیې څخه په ډیره جګه بیه طبیعي غاز پیري.

د بیلګې په ډول، مالدووا د هرو زرو مکعب متروغاز لپاره ګاز پروم کمپنۍ ته ۵۶۴ امریکایي ډالر او بوسنیا ۵۱۴ ډالر ورکوي، خو فرانسه، اتریش او المان د هرو زرو مکعب میترو لپاره د روسیې دغې کمپنۍ ته له څلورو سویو ډالرو څخه کمې پیسې ورکوي.

جرمني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې له روسیې څخه ۴۰ میلیارد مکعب متره غاز پیرلي دي.

کریملن د طبیعي غاز د بیو په ټيټولو سره هڅه کوي، هېوادونه د ګمرکونو اتحادیه کې چې روسیه یي مشري کوي، غړیتوب ته وهڅوي.

کله چې د اوکراین پخواني جمهور رئیس ویکتور یانوکوویچ له اروپایي اتحادیي سره د نږدې همکارۍ تړون لاسلیک نه کړ، غوښتل یي چې کییف د ګمرکونو اتحادیه کې چې بیلاروس او قزاقستان یي هم غړیتوب لري، داخل کړي.

روسیې هغه مهال وړاندیز کړی و، چې اوکراین ته د ۱۵ میلیاردو ډالرو په پورسربیره به دغه هېواد ته د طبیعي غاز بیه هم راټیټه کړي.

بیلاروس د هرو زرو مکعب میترو طبیعي غازپه بدل کې روسیې ته ۱۶۶ امریکایي ډالر او ارمنستان ۱۸۹ ډالر ورکوي.

د پخواني شوروي اتحاد زیات شمېرهېوادونه له روسیې څخه د اړتیاوړ طبیعي غازپه ډيره جګه بیه پیري.

د بالتیک حوزې هېوادونه، لاتویا، لیتوانیا او استونیا چې د اوکراین په روان بحران کې د کییف ټینګ ملاتړې او د روسیې مخالفان دي، د خپل اړتیا وړ طبیعي غاز په سلو کې تقریبا سل او اوکراین په سلو کې ۷۲ له روسيي څخه پیري او یاد هېوادونه یو هم د هرو زرو مکعب میترو لپاره له ۴۱۶ ډالرو څخه کمې پیسې نه ورکوي.

سربیا چې په اروپا کې د روسیې نږدې متحد هېواد دی، د هرو زر مکعب مترو طبیعي غاز لپاره روسیې ته ۴۵۷ امریکايي ډالر او ایټالیا چې د سلویو برلوسکوني د صدارت پرمهال یي له مسکو سره ښه اړیکې درلودل، همدا اندازه غاز د ۴۴۰ ډالرو په بدل کې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG