د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۲

هوشیار زیباري وايي عراق به تجزیه نه شي


له شپیګل انلاین مجلې سره په مرکه کې د عراق د بهرنیو چارزو وزیر ډاډ څرګند کړی دی چې هیواد به يې تجزیه نشي.

هوشیار زیباري شپیګل ان لاین ته ویلي دی؛ فکر نه کوي چې عراق دې د یوه ملت په توګه له مینځه لاړ شي.

نوموړي ویلي، د دې لپاره چې د عراقي ټولنې سره یو ځای وي؛ په عراق کې یو ډول فیدرالي نظام ته اړتیا ده.

شپیګل ان لاین ته زیباري ویلي، پینځه کاله وړاندې په عراق کې د فیدالیزم موضوع یادول په یو ډول منع وه؛ خو په دې وروستیو کې له موصل، بصرې او رمادي څخه د فیدرالي نظام غوښتنې پورته شوي دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي؛ دا هیواد د ملت او سیاسي سیسټم په توګه د بقا لپاره له وژونکې خطر سره مخامخ دی.

د نوموړي په وینا، تر کومې پورې چې دا تروریستان د عراق او سوريې په صحراوو کې فعال وي؛ نو لویدیځ به دوی لرې بولي؛ خو په یاد ولرئ چې، یو وخت د افغانستان په اړه هم داسې فکر کېده خو تروریستانو بیا نیویارک ته ضربه ورکړه.

د شپیګل ان لاین د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عراق او شام د اسلامي دولت د وسله والو د وروستیو بریدونو له امله په عراق کې د کورنۍ جګړې امکان زیات دی او کنه؟

هوشیار زیباري ویلي، د کورنۍ جګړې په اړه هغه وخت خبره کیدای شي؛ چې هر څه له مینځه لاړ شي او تر اوسه پورې د عراق دولت له مینځه نه دی تللی.

شپیګل ان لاین وايي، د ایران مذهبي مشر پر امریکا تور پورې کوي؛ چې غواړي خپل لا سپوڅي ته د بغداد واک ورکړي؛ سعودي عربستان له ایران غواړي چې په عراق کې مداخله ونه کړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه وايي، موږ شهزاده نه لرو، چې په خپلو فرمانونو سره خلک وټاکي. موږ د خپلو اوصولو له مخې خپل مشران بدلوو. د ایران مذهبي مشر خامنه یي داسې فکر کوي چې؛ امریکایان هڅه کوي خپل پلویان په عراق کې واک ته ورسوي.

شپیګل ان لاین له هوشیار زیباري پوښتنه کړي چې؛ ایا عراق له اوسني صدراعظم نوري الملکي پرته دوام کولی شي؟

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، عراقیان به دا پریکړه د خپل مهالویش پر اساس کوي؛ نه د چا د خوښې او لیوالتیا له مخې.

نوموړی وايي، یوازې شیعه ګان دا پریکړه کولی شي چې؛ راتلونکی صدراعظم به څوک وي. سنیان او کردان هغوی نه شي اړ کولی چې څه وکړي.

د شپیګل ان لاین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی د عراق په ملي یوالي باور لري او که څنګه؟

هوشیار زیباري وايي، په عراق کې سیاسي اکثریت کافي نه دی. تاسو کولی شئ دا اکرثت وګټئ، خو حکومت پرې نه شي کولی. ګټونکی ټول عراق نه شي ترلاسه کولی، جوړجاړۍ کول حتمي ده.

XS
SM
MD
LG