د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۵۲

" کاندیدان دې روان انتخاباتي کړکیچ له ډیمکراټیکو او قانوني لارو حل کړي"


د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت کمیټه وايي؛ که روانو انتخاباتي ستونزو ته د حل معقوله لار پیدا نه شي؛ نو دا هیواد به له بحران سره مخامخ شي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت کمیټې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې؛ د انتخاباتي کمیسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي او پریږدي چې له قانون سره سم د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

دې کمیټې د سه شنبې په ورځ د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې؛ انتخاباتي کمیسیونونه اوکاندیدان باید روانو انتخاباتي ستونزو ته له قانوني اړخه حل لاره ومومي.

د افغان ښځود سیاسي مشارکت د کمیټې له خوا د پریکړه لیک یوه برخه د دې کمیټې غړې حمیراثاقب ولوسته؛ چې په کې داسې راغلې:

"د افغان ښځو د سیاسي مشارکت د کمیټې غړي له دواړو کاندیدانو غوښتنه کوي چې؛ د خلکو رایو ته درناوی وکړي او روان انتخاباتي کړکیچ د ډیمکراتیکو او قانوني لارو نه په استفادي حل کړي؛ نور افغان ښځې نه غواړي چې د داډول شرایطو قرباني شي."

نوموړې وویل چې، کاندیدان باید په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې؛ له انتخاباتو مخکې یې د انتخاباتوله خپلواک کمیسیون سره کړې وې.

د جمهوري ریاست د دویم دور له انتخاباتو وروسته یوه کاندید عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې؛ په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او له دې امله یې له انتخاباتي کمیسیونو سره خپلې اړیکې وځنډولې.

نوموړي ویلي، ترهغه به خپله پرېکړه بېرته وانه خلي چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون يې وړاندې شوي شرایط ونه مني.

خو د افغان ښځو د سیاسي مشارکت د کمیټې غړي ټينګار کوي چې؛ ملي او نړیوال څارونکي باید انتخاباتي پروسه ښه وڅاري او په دې برخه کې رامنځ ته شوې شخړه لکه څنګه چې لازمه ده حل شي.

د دې ټولنې غړې زهرا سپهر په دې اړه وویل چې؛ ملي او نړېوال څارونکي باید دا بهیر په دقیق ډول وڅېړي:

"موږ یوځلې بیا د نړیوالو او ملي څارونکو د دقیقو څارونو غوښتنه کوو، دوي باید د افغانستان دیرش ملیونو کسانو ته فکر وکړي چې دا مهال د انتخاباتو د نتایجو په تمه دي او برخلیک يې د انتخاباتو د نتایجو په ګرو کې قرار لري."

تر دې مخکې د افغانستان د مدني ټولنو شبکې هم له ملګرو ملتونو او افغان ولسمشر څخه غوښتي و و؛ چې ژر تر ژره د انتخاباتو روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي؛ دوی د ښه شفافیت په هدف په دېرشو ولایتونو کې د نولس سوو محلونو رایې بیا څیړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG