خبرونه
د فوټبال نړېوال جام په سیالیو کې فرانسې نایجریا او جرمني الجزایر ته ماتې ورکړه
په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې تېره شپه فرانسې نایجریا ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې جرمني دوه- یو الجزایر ته ماتې ورکړه.
نن شپه هم په زړه پورې لوبې په مخ کې دي.
ارجنتاین او سویس به د کابل په وخت د شپې په اتو بجو او دېرشو دقیقو د سیالۍ ډګر ته راووځي. او بلجیم به د کابل په وخت د شپې په دولس نیمو بجو د متحدوایالاتو له ټیم سره لوبه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه دغه هېواد ته ولېږدول شول
د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو مړي چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شول.
په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.
د اپرېل پر ۱۲مه هم د اوکراین ۹۹ سرتېري کییف ته انتقال شوي وو، روسیې ته بیا د ۲۳ سرتېرو مړي لېږدول شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسمشر سره وکتل
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ او نورو لوړ رتبه چینايي چارواکو سره وکتل.
هغه د امریکا او چین تر منځ د اختلافاتو د مسوولانه تنظیم پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر ځینو دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په خپلو کې مخالفتونه لري.
بلېنکن د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د عمومي امنیت له وزیر وانګ شیاوهونګ سره تر کتنې وروسته د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل.
هغه د پوځي تماسونو، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او مصنوعي ځراکت په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو په باب د پرمختګو یادونه کړې ده.
اروپايي ټولنې له "آیاوایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه
اروپايي ټولنې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا "آیاوایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه چې هدف یې افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته د اساسي خدماتو برابرول او د اقتصادي فرصتونو زیاتول دي.
دغې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې چې ازادۍ راډیو ته یې هم رالېږلې لیکلي چې د مرستې په دغه پروګرام کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو اړتیاوې لومړیتوب لري.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې څه باندې یو نیم میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان له نومبر میاشتې د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې، ورسره له ایرانه هم افغان کډوال وخت ناوخت افغانستان ته ایستل کېږي.
اورښتونه او سېلابونه؛ طالبان: د هرات-بادغیس لویه لار تړل شوې
د طالبانو چارواکو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدو له کبله د هرات-بادغیس د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
باختري خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، دا خبر پرون ناوخته ورکړی دی.
په همدې حال کې د هواپېژندنې اداره وايي، چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.
دغه اداره چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.
وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.
فوټسال؛ افغانستان عراق ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن پنځه د درېیو په وړاندې د عراق لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پلېآف پړاو د دې لوبې په ګتلو سره افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام ته د لار موندنې په برخه کې یو ګام مخکې شو.
دا لوبه نن د ټایلند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه.
د پلېاف پړاو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
افغانستان د اسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کوېټ، بحرین او تاجکستان سره مخ شوی و چې له ډلې یې د تاجکستان او ایران په وړاندې ماتې خوړلې وه، بحرین ته یې ماته ورکړه او له کویت سره یې لوبه مساوي کړه.
اوچا د واکسین او وقایې په اړه د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د واکسین او وقایې په باب د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې د خوندیتوب نړیوالې اوونۍ په مناسبت پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی هدف د افغانستان په هر کونج کې د خلکو خوندیتوب دی.
اوچا لیکلي: "په ګډه کولی شو چې ولسونه د وقایې وړ ناروغیو په وړاندې خوندي کړو."
اوچا په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ختمېدو هم ټینګار کړی دی.
هر کال د اپرېل له ۲۴مې د اپرېل تر ۳۰مې پورې د خوندیتوب نړیواله اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق او نورو ادارو لهخوا په ګډه د دې لپاره نمانځل کېږي چې په نړۍ کې د وقایې او له ناوغیو د خوندیتوب لپاره د خلکو پوهاوی زیات شي.
پروان کې ترافیکي پېښه؛ د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان ټپیان شوي
د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان ټپیان شوي دي.
د پروان لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه پرون هغه وخت وشوه چې یو کرولاډوله موټر له یوه سراچه ډوله موټر سره ټکر شو.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او تېز سرعت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي عامل ګڼل کېږي.
د داعش د کورنیو څه باندې ۵۰ غړي د تاجکستان یوه هیئت ته سپارل شوي
د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ چارواکو پرون خبر ورکړ چې څه باندې ۵۰ ښځې او ماشومان یې چې د داعش افراطي ډلې د کورنیو غړي وو، د تاجکستان یوه هیئت ته وسپارل، څو بېرته د هغوی کورنیو ته ورتسلیم کړای شي.
په سوریه کې د کردانو چارواکي وايي، دغه ۱۷ ښځې او ۳۳ ماشومان چې ټول د تاجکستان وګړي دي، هغه هیئت ته وسپارل شول چې مشري یې د کویت لپاره د تاجکستان سفیر زبید الله زبیدزاده کوي.
کله چې د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق زیاتې برخې ونیولې او هلته یې خپل خلافت اعلان کړ، د تاجکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو وګړي له داعش سره د یوځای کېدو لپاره له خپلو کورنیو سره سوریې ته لاړل.
رامشټاین فارمټ؛ اوکرایني ځواکونو ته د پوځي مرستو د رسولو پر چټکتیا خبرې وشوې
د اوکراین د دفاع د تماس ګروپ چې په "رامشټاین فارمټ" هم یادېږي نن جمعه په یوه انلاین غونډه اوکرایني ځواکونو ته د پوځي مرستو د رسولو پر چټکتیا خبرې وکړې.
دا خبره د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي کړې ده.
د رامشټاین فارمټ چې مشري یې د امریکا متحد ایالتونه کوي او د اوکراین شاوخوا ۵۰ متحدان یې تر چتر لاندې راځي، کییف ته د لسګونه میلیارد ډالرو په ارزښت د حیاتي پوځي مرستو د برابرولو اسانتیا برابره کړې ده.
زیلینسکي په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دوی د هغو ستونزو هم پر حل خبرې وکړې چې په تېرو شپږو میاشتو ایجادې شوې وې.
نن د سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا ۴۶مه کلیزه ده
نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.
د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د افغانستان کمونست ګوند، چې له پخواني شوروي اتحاد سره یې ډېرې نږدې اړیکې درلودې، کودتا وکړه.
د دغې کودتا په پایله کې سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ څو تنه غړي د کودتاچیانو لهخوا ووژل شول.
څوارلس کاله وروسته مجاهدین چې له کمونېست ګوند او پخواني شوروي اتحاد سره وسلهوال مخالفت کې وو، د ډاکتر نجیبالله د رژیم پر وړاندې خپله بریا اعلان کړه.
د افغانستان ډېری خلک د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د افغانستان د بدبختۍ پیلامه ګڼي او د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ یادوي.