د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

عام وګړي: انتخاباتي ناندرۍ اوګواښونه د خلکو پر روحیې منفي اغیزکوي


د کابل ښار یوشمیراوسیدونکي په دې باوردي چې انتخاباتي ناندریو او جنجالي شعارونو د دوی پر روحیې اوکاروبار بده اغیزه کړې.

د یوشمېرهغو کسانو له خوا چې د ځینو انتخاباتي ټیمومونو له آدرسه تُندې څرګندونې، ګواښونه او حتی د وسلو د کارولو خبرې کوي؛ د خلکو سختې اندیښنې راپارولي دي.

د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکي وایي چې؛ دوی نور د جنګونو او وسلو د کارولو ګواښونه نه شي زغملی او باید انتخاباتي ناندریو ته په اصولي ډول حل لاره ولټول شي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي محمد عمرد یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته په دې اړه خپل نظر داسې بیان کړ:

"زما له نظره که چیرې ستونزې زیاتې شي او چاه وسلې ته لاس کړ؛ نو خلک به داسې وانګیري چې واک او جمهوري ریاست یې غوښت نه د خلکو خدمت.

ټول خلک په دې فکر کې دي چې؛ که دا ستونزه په آرامه حل نه شي؛ نو ممکن افغانستان د یوه بحران پر لور ولاړشي."

دا اندیښنې وروسته له هغې پورته شوې چې؛ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ځینو استازو سخت ګواښونه وکړل.

حتی ځینو یې وویل، که غوښتنې یې ونه منل شي، نو په دې هیواد کې به وینې وبهیږي.

په عین حال کې د کابل ښار یوشمېر نوراوسیدونکي وایي؛ انتخاباتي شخړو سربیره پردې چې د خلکو پر روحیې منفي اغیزه کړې؛ اقتصادي فعالیتونه یې هم له خنډ سره مامخ کړي.

محمد عزیز چې په کابل ښار کې دکان لري؛ وایي، دی هڅه کوي چې، د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او هیڅکله نه غواړي چې؛ انتخاباتي جنجالونه د ده د کاروبار مخه ډپ کړي:

"زه په خپله یو دوکاندار یم، که موجوده ستونزې ډیرې شي؛ زما کورنۍ به وږې پاتې شي، ځکه زما کاروبار به زیانمن شي. دا وضع د خلکو اقتصاد ته ډیر زیان رسوي."

په افغانستان کې د جمهوري ریاست له دویم دورانتخاباتونه وروسته چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ورته ولاړ وو؛ انتخاباتي ناندرۍ روانې دي.

فیصل توتاخیل چې په پوهنتون کې محصل دی؛ وایي، د افغانستان انتخاباتي شخړو حتی پر محصلینو او ځوانانو هم بدې اغیزې پریښي:

"زه په ترکیه کې افغان محصل یم. دلته روانې انتخاباتي شخړې د ځوانانو او محصلینو پر روحیې ډیره بده اغیزه کوي.

هلته زموږ افغان محصلینو د دې ستونزې له امله له یوبل سر تضادونه پیدا کړي.

دوی باید له ګواښونو او ناسمو دریځونونه ډډه وکړي ځکه چې دا زموږ پر سرنوشت لوبه ده."

د افغانستان خلک په تیره د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې؛ په انتخاباتو کې یې په پراخ ډول ګډون وکړ او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه.

دوی غوښتنه کوي چې، له رایو سره یې باید هیڅ یوه خوا لوبه ونه کړي او پیدا شویو انتخاباتې ستونزو ته باید له تاوتریخوالي او ډاروونکو څرګندونو پرته د حل یوه مناسبه لاره وموندل شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG