د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

عبدالله عبدالله یو وار بیا په خپلو شرطونو ټینګار وکړ


د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید عبدالله عبدالله یو وار بیا په خپلو شرطونو ټینګار وکړ او ویل یې تر څو چې پاکې رايې له ناپاکو بیلي نه شي او د ټاکنو په سیسټم کې اصلاحات رانه شي؛ دوی به خپلو لاریونونو او د انتخاباتي کمیسونونو سره د اړیکو پریکون ته دوام ورکړي.

عبدالله، عبدالله د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل:

”زه یو وار بیا د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د مشرانو په استازیتوب او د هغو کسانو په استازیتوب چې پر موږ یې اعتماد کړی؛ خپل دریځ اعلانوم. موږ د ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د بیلولو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي؛ له ناپاکو رایو د پاکو رایو د بیلولو ځکه وايو؛ چې ناپاکې رایې ډیرې کارول شوي. موږ خپل شرایط ویلي، هر څوک چې دا له پامه غورځوي؛ مسولیت یې پر خپله غاړه دی.“

عبدالله دا څرګندونې د ده په ملاتړ هغې جوړوې شوې غونډې ته وکړې؛ چې د شنبې په ورځ په کې له پکتیا، ننګرهار، کندهار او ځینو نورو ولایتونو څخه د ده ملاتړو برخه اخیستي وه. نوموړي خبرداری ورکړ چې؛ که چیرې د دوی له ګډون پرته نتایج اعلان شي؛ دوی به خپلو خلکو ته مراجعه وکړي او د خلکو له رایو به دفاع وکړي.

په غونډه کې راټولو شویو د عبدالله ملاتړو یو وار بیا ولسمشر کرزی او انتخاباتي کمیسونو په درغلیو تورن کړل او یو وار بیا یې د انتخاباتو د کمیسیون ځینو برطرفه شویو کارمندانو او یو شمیر دولتي چارواکو ته منسوبي ټیلفوني مکالمې هم خبریالانو ته واورولې چې؛ دوی د درغلیو اسناد وبلل.

د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید عبدالله عبدالله په داسې حال کې په خپلو شرایطو ټینګار کوي چې؛ د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل؛ د دوی د عبدالله عبدالله درې واړه شرطونه پوره کړي دي او نور نوموړي ته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون سره د نه همکارۍ کوم پلمه پاتې نه ده.

ښاغلي نور وویل، د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په غوښتنه د دې کمیسیون د دارلانشا مشر استعفا ورکړه او له اوو میلونو څخه د زیاتو رای ورکونکو د شمیر په اړه یې عبدالله عبدالله ته لیکلي اسناد استولي.

ښاغلي نور زیاته کړه، کله چې عبدالله عبدالله بېرته د انتخاباتو له بهیر سره یو ځای شي؛ د هغو پنځو ولایتونو د رایو د بیا شمیرنې طرزالعمل به ورسره شریک کړای شي؛ چې نوموړی یې د بیا شمېرلو غوښتنه کړې وه.

خو د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم چارواکي وايي؛ لا هم ورته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG