د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۶

ولسي جرګه امنیتي مسوولین د هلمند د جګړې په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره غوڼدې ته وربولي


د افغانستان په ولسي جرګه کې په هلمند ولایت کې د روانې جګړې په اړه تر اوږدو بحثونو وروسته پریکړه وشوه چې؛ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د امنیتي ارګانونو مسوولین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته وروبلل شي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ په هلمند کې روان وضعیت د اندیښنې وړ دې او امنیتي مسوولین باید په دې اړه د ولسي جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي:

"هلمند ولایت موضوع ډیره مهمه ده، د چهارشنبې په ورځ د امنیتي ارګانونو مسوولین د جرګې عمومي غونډې ته دعوت کړئ، چې د هلمند د روانو ناامنیو په اړه ستاسې پوښتنوته ځواب ووایي؛ غونډې ته د جمهور ريیس امنیتي سلاکار هم راوغواړئ."

په عین حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي؛ هلمند یوه مهمه سرحدی سیمه ده او مخالفین په اسانۍ سره کولی شي چې؛ له پاکستان څخه دغه ولایت ته ورننوځي.

دوی وايي، که هلمند ته نور ځواکونه ونه لیږل شي؛ نو په دغه ولایت کې روانه جګړه به نورو سیمو ته هم وغځیږي.

سره له دی چې امنیتي ارګانونه وایي، ترډېره ځایه یې د مخالفینو دبریدونو مخه نیولې؛ خو د جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې؛ په هلمند کې جګړه روانه جګړه تر کنټرول لاندې نه ده راغلې.

د ولسي جرګې دوه غړي نسیمه نیازې او نقیب الله فایق په دې اړه وايي:

"د هملند مساله د هېواد، خاورې او د مور د حیثیت مساله ده، که د هلمند څو ولسوالۍ او یا هلمند سقوط وکړي؛ متوجه اوسئ چې، عراق غوندې به څو ولایتونه هم سقوط وکړی."

د هلمند ولایت پر ځینو ولسوالیو، د وسله والو مخالفینو حملې په داسې حال کې زیاتې شوي چې؛ افغان امنیتي ځواکونه وایي، تردی پخوا په هملند ولایت کې په مجهزو وسلو سمبال څه باندی پنځلس زره بهرني ځواکونه میشت وو او اوس د دې سیمو ساتنه د افغان ځواکونه په غاړه ده.

د امنیتې ځواکونو د معلوماتو له مخې؛ د هلمند په روانه جګړه کې تراوسه اویا پولیس او د ملي اردو عسکر وژل شوي او ټپیان شوي او د وسله والو مخالفینو مرګ ژوبله په کې د دې دوه برابره ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG