د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

"د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړو په مظاهره کې د پولیسو موټر کارولي"


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د پلویانو په مظاهر د پولیسو کارول شوي موټر؛ ځینې وکیلانو او سیاسي رهبرانو ته د هغوی د امنیت لپاره ورکړل شوي دي.

له دغې مظاهرې نه خپاره شوي انځورونو کې لیدل کیږي چې؛ د عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال محمد محقق په ګډون ځینې کسانو د پولیسو موټر په مظاهره کې کاروي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ راډيو ته وویل؛ هغه موټر چې محمد محقق ورنه په مظاهره کې استفاده کړې؛ د وکالات په وخت کې هغه ته د امنیت لپاره ورکړل شوی وو؛ خو تر اوسه یې بېرته دې وزارت ته نه دی سپارلی.

"دغه وسایل چې له جناب محقق سره دي؛ کله چې هغه په ملي شورا کې وکیل وو، کورنیو چارو وزارت د سیاسي رهبران د ساتنې لپاره چې کوم موټر او ساتونکي هغوی ته ورکول ده هم ترلاسه کړي؛ تېره ورځ چې تاسې دغه موټر لېدلي اوس مهال د پولیسو په واک کې نه دي؛ دا موټر د محقق له امنتیانو سره دي چې ورنه استفاده کوي."

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې د محقق په ګډون یې څوڅو ځلې دغو سیاسي رهبرانو ته د پولیسو د وسایطو سپارلو لپاره رسمي مکتبونه لېږلي ،خو دوی لا هم دا موټر بیرته نه دي سپارلي.

بل خوا دعبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي د پولیسو هغه وسایط چې دوی په مظاهرو کې ورنه استفاده کړې په انتخاباتي مبارزو کې د دې ټیم لوړپوړو کسانو د امنیت لپاره د حکومت له خوا دوی ته ورکړل شوي دي.

د دې ټیم غړي عبدالجبار شولګري ازادۍ راډیوته وویل له قانوني دوی دانتخاباتو د وروستي نتایج تر اعلان پورې له دې موټرو په خپله خوښه استفاده کولای شي:

"تاسې په جریان کې یاست جمهوري ریاست د محترمو کاندیدانو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت لازم وسایط او امنیتي کسان د دوی په اختیار کې ورکړي وو؛ کله چې انتخابات دوهم رونډ ته ولاړل؛ لاتراوسه هم د انتخاباتو وروستي نتایج نه دي اعلان شږي؛ دوی اوس هم له دې وسایلو څخه استفاده کوي؛ دغه په غیر قانوني ډول نه بلکې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي دي."

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې هیڅوک هم حق نه لري، چې د انتخاباتو په پروسه کې له دولتي وسایطو او امکاناتو نه ګټه واخلي.

خو په تېر کې هم لېدل شوي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو یوشمېر کاندیدانو له دولتي امکاناتو نه په خپلو انتخاباتي مبارزو کې استفاده کړې چې ځینې یې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا له همدې امله جریمه شوې هم دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG