د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

په کندز ولایت کې د ملاریا ناروغي ترډېره بریده له منځه تللې ده


کندز یوله هغو ولایتونو څخه شمېرل کېده چې؛ هر کال په زرګونه کسان د ملاریا په ناروغۍ اخته کېدل چې ځینو یې بیا د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوه. خو اوس د تېرو څو کلو راهیسې دغه ناروغې چې د یو ډول ماشي د چیچلو له امله رامنځته کیږي نژدې له صفر سره برابره شوې ده.

په کندز کې د ملاریا اولشمانیا د کنټرول د څانګې مشر ډاکتر محمد داوود اکبري ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې کندز یو له هغو څوارلسو ولایتونو په ډله کې راته چې زیاته ملاریا په کې وه؛ خو اوس دغه ناروغې د نشتوالي په حال کېده:

"تقرییآَ شپږکال کیږي، چې موږ د دماغي ملاریان کومه پېښه نه لرو او دغه ناروغي صفر ته رسیدلې؛ په همدې خاطر د عامې روغتيا وزرات، د نړېوالې روغیتايې سازمان او د تاجکستان هېواد په مرسته د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې دغه ناروغي له منځه تللې ده؛ همدارنګه په کندز کې څه باندې ۵۵۰ زره پشه خانه ویشل شوي او دغه پروګرام تر ۲۰۱۷ کاله پورې ادامه لري."

اکبري همداراز زیاته کړه؛ چې د ملاریا د کموالي یواځینې علتونه د خلکو پوهاوي او د پشه خانو استعمال دی؛ خو دی وایي، چې یواځې د لشمانیا پیښې څه ناڅه شته چې هغه هم مخ په کمېدو دي.

د ملاریا او لشمانیا د څانګې دغه مسوول وایي؛ چې دوی یوه ګډه پروژه له تاجکستان هېواد سره پیلي کړې؛ تر څو د دواړو هېوادونو د سرحدونو ترمنځ هم د دې ناروغې پر وړاندې جدي مبارزه وشي.

په همدې حال کې د کندز مرکزي کلینیک ته هم د ګوتو په شمار په ملاریا شکمن کسان راځي. یوه نجلۍ چې دغه روغتیايي مرکز ته راغلې؛ وايي، چې تبه پرې راځي، غواړي خپله وینه معاینه کړي څو وپوییږي چې ملاریا ده او کنه:

"نوم مي نوریه ده. زه له انګورباغ سیمې څخه راغلي یم، ځان مې درد کوي، تبه مې درلوده او د غوړو له بوي څخه مې بد راته؛ کلینک ته راغلم چې خپله وینه ماینه کړم؛ چې ملاریان ونه اوسمه."

خو د عامې روغتیا چارواکې په داسې حال کې د ملاریا د کموالي خبره کوي؛ چې د دې ولایت په یوشمېر لیرو پرتو سیمو کې بیا د نري رنځ پیښې چې یوه ساري ناروغې ده؛ خلک یې له زیاتېدو څخه شکایت لري او له دولت څخه غواړي، تر څو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په پرخه کې هم دوی ته صحي آسانتیاوي برابرې کړي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG