د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې؛ د عبدالله عبدالله له خوا شوي وړانديزونو باندې به غور کوي.
د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ د کانديد عبدالله عبدالله د پلويانو له خوا په کابل او نورو ښارونو لکه مزار شريف کې مظاهرې وشوې.
دوی د ټاکنو پر خپلواک کميسيون اعتراض وکړ او ويل يې چې، په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي. دا تورونه د رايې شمېرنې پر بهير اغېز کولی شي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د وياند نور محمد نور وويل چې؛ د افغانستان د قوانينو پر بنسټ، مظاهرې د افغانانو مدني حق دی او د ټاکنو خپلواک کميسیون د دوی دغه حق ته درناوی لري. خو شرط دا دی چې د خلکو مالونو او ځانونو ته په کې کوم زيان ونه رسيږي.
زموږ همکارې ملالۍ بشير د ټاکنو د خپلواک کميسيون له وياند نور محمد نور سره مرکه کړې ده.