د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

افغانستان او پاکستان د ټروریزم ضد هڅو د سمون لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو سلا شول


په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ ناندریو بیا زور اخیستی، دواړه لوري د خپلو ترینګلو اړیکو د رغونې هڅه کوي.

د افغان ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکارانو د تروریزم ضد هڅو د سمون لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو موافقه کړې.

ټاکل شوې چې، دا کمیټه به د راروانې جولای میاشتې په دریمه نېټه غونډه وکړي او د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د ټروریزم د مخنیوي پر څرنګوالي د خبرو لپاره کار به رسماً پیل کړي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپانتا د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان له صدراعظم نواز شریف او د پوځ له لوی درستیر راحیل شریف سره یې کتنې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې وايي چې؛ له نوازشریف سره د سپنتا په کتنه کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر ښېګڼه خبرې وشوې او اسلام آباد ژمنه وکړه، چې په سیاسي، اقتصادي او تجارتي برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

همداراز د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي؛ د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د پاکستان د پوځ لوی درستیز په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه هم خبرې وکړې.

د بیان له مخې پاکستان له افغانستانه غوښتي چې؛ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې کلک امنیتي تدابیر ټینګ کړي؛ ځکه پاکستان اندېښنه لري چې ښايي؛ د شمالي وزیرستان وسله وال په افغانستان کې پناه واخلي.

د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپانتا د لیدنو کتنو جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي سپنتا له پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې په هڅو کې د پاکستان د همکارۍ د دوام غوښتنه کړې او همداراز ویل شوي چې؛ پاکستان د افغانستان د راتلونکي ولسمشر له حکومت سره د رښتینو همکاریو د دوام ژمنه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزي اسلام آباد ته د ښاغلي سپنتا سفر مهم وباله؛ خو ښاغلي یوسفزي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې بې باورۍ د ختمولو لپاره نورو دې ډول کتنو ته اړتیا ده.

یوسفزی وايي، هغه څه چې د افغان او پاکستاني چارواکو په کتنو کې بحث پرې وشو؛ راتلونکی افغان حکومت به هم کار پرې وکړي.

د ښاغلي سپنتا په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي په داسې حال کې اسلام آباد ته سفر وکړ چې؛ افغان چارواکو پاکستان د هلمندولایت په جګړو کې په لاس لرلو تورن کړ.

ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د هلمند په جګړو کې د بهرنیانو لاس دی او بهرني جنګیالي د جګړې په ډګر کې لیدل شوي دي.

که څه هم ولسمشر کرزي په مستقیم ډول د پاکستان نوم یاد نه کړ؛ خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د هلمند د جګړې ډېره برخه ګډونوال پاکستاني پوځیان دي.

XS
SM
MD
LG