د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۵

بارزاني وايي د خومختارو سيمو حاکميت نه پرېږدو

د عراق د کردانو مشر وايي؛ پر کرکوک او نورو شمالي ښارونو د کردانو د خودمختارۍ حکومت له حاکميت څخه لاس نه اخلي.

په دغو ښارونو کې د کردستان جنګيالي د سني سخت دريځو په وړاندې په دفاع بوخت دي.

مسعود بارزاني چې پرون د کردستان سيمې په مرکز ايربيل کې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير "ويليم هيګ" سره يوه کنفرانس ته خبرې کولې؛ وويل، کرکوک خپل حيثيت اوس ترلاسه کړى دى.

هيګ د خپل سفر په لړ کې پرون په ايربيل کې و؛ د سفر هدف يې د عراق د شيعه ګانو؛ سنيانو او د کردانو د سياسي مشرانو هڅول دي؛ چې خپل اختلافات يوې خوا ته پرېږدي.

بريتانيا او امريکا دواړه په عراق کې د ملي يووالي د حکومت پر تشکيل ټينګار کوي؛ چې هراړخيز وي او وکړاى شي، هغه اندېښنې ختمې کړي، چې دغه هېواد ته يې د تجزيې خطر پېښ کړى دى.

په عين حال کې د بارزاني خبرو دا اندېښنې لا پسې زياتې کړي چې د عراق د تجزيې د مخنيوي لپاره اوبه له ورخه تېرې دي.

په تېلو غني ښار کرکوک د عراق په شمال کې پروت دى چې ګڼ قومونه په کې ژوند کوي، دا هغه جنجالي سيمه ده چې عراقي کردان له څو لسيزو راهيسې هڅه کوي په خپله خودمختاره سيمه کې يې شامله کړي.

کله چې د تېرې مياشتې په لومړيو کې د عراق او شام د اسلامي دولت وسلوالو او سني قبايلي ملېشو د عراق په شمال کې پرمختګ وکړ، د عراق پوځ له سيمې ووت.

د عراقي حکومت د پوځيانو دې ناڅاپي وتلو تر ډېره په کرکوک ښار کې د قدرت خلا رامنځته کړه، خو د کردانو امنيتي ځواکونه چې ”پېش مرګه“ يې بولي، دستي هلته ځاى پر ځاى شول.

د عراق صدراعظم نوري المالکي د ملي يووالي د حکومت د تشکيل پېشنهاد رد کړى دى. ده په هغه ټلويزيوني وينا کې چې د چهارشنبې په ورځ يې وکړه، د ملي يووالي د حکومت د جوړولو غوښتنه د عراق د اساسي قانون او سياسي پروسې په وړاندې کودتا وګڼله.

خو د پنج شنبې په ورځ مالکي تاييد کړه چې د سياسي اقداماتو تر څنګ په القاعده پورې د تړلې، د عراق او شام د اسلامي دولت د وسلوالو د ځپلو لپاره پوځي اقدام ته هم اړتيا ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG