د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د همپالنې د ټیم پلویان: په تقلب ټاکل کیدونکی ولسمشرنه منو


د جمهوري ریاست د کاندید ډاکټرعبدالله د ټیم په زرګونو پلویانو د جمعې په ورځ په کابل کې پراخې مظاهرې وکړې، چې ورته د کابل د ګاونډیو ولایتونو خلک هم وربلل شوي وو.

مظاهره کوونکو خبردارې ورکاوه که غوښتنې یې ونه منلې شي، نو خپلو مظاهرو او اعتراضونو ته به دوام ورکړي او پرې به نږدي، چې د دوی په وینا د خلکو له رایو سره لوبې وشي.

مظاهره کوونکو د دویم پړاو په انتخاباتو کې د پراخ تقلب تور پورې کاوه او د انتخاباتو د کمسیون د مشرانو په خلاف یي شعارونه ورکول.

په دې مظاهرو کې، چې د کابل ښارله بېلابېلو سیمو څخه پیل او په پښتونستان واټ کې سره یوځاې کیدل د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشرانو هم ګډون کړې وو.

دا پراخې مظاهرې په داسې حال کې پیل شوي، چې تردې مخکې د دې ټیم په غوښتنه په کابل کې په پرله پسې ډول مظاهرې او اعتراضونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG