د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۲۱

ځواک: په څو ولسوالیو کې طالبان له سیمې څخه تېښتې ته اړ شوي


د هلمند چارواکي وايي چې؛ د دې ولایت په څو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو سخته مرګ ژوبله اوښتې او له سیمې څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

د هلمند د والي ویاند ازادۍ راډیو ته همدا راز وویل چې؛ د افغانستان حکومت د وروستیو جګړو له کبله له سلګونه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې په پام کې نیولې دي.

عمر ځواک وویل چې؛ په هلمند کې هم د هېواد د ختیځو ولایتونو په څېر ناڅرګند وسله وال طالبانو ته ګواښ کوي چې که جګړه ونکړي وبه وژل شي.

د هلمند د والي ویاند وايي چې؛ د هلمند ولایت ټولې سیمې د دولت تر ادارې لاندې دي او وسله والو مخالفینو کومه سیمه نه ده نیولې.

عمرځواک وايي، افغان ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبولي او سخته مرګ ژوبله یې وراړولې.

د نوموړي په وینا د هلمند په ټولو هغو ولسوالیو کې چې وسله والو حملې پرې کړې وې امنیتي وضعیت په ښه کېدو دی او په دې سیمو کې جګړې کمې شوې دي. د ده په وینا وسله وال مخالفین اوس له سیمې تښتېدلي دي.

د راپورونو له مخې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د جګړو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړوتي.

له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ځواک وویل، ډېره برخه دا خلک یا د ولسوالیو او ښارونو مرکزونو او یا د پراخو ډاګونو لرونکو سیمو ته تښتېدلي دي. ځواک وايي، د بېځایه شویو کورنیو شمېر له دوو زرو اوړي:

″له قومي مشرانو سره، له ټولنیزې شورا سره او له نورو سره چې کوم معلومات راټول شول د هغو پربنسټ له دوو زرو زیاتې کورنۍ د جګړو له وجې د جنګ له سیمو څخه هغو ساحو ته چې امن پکې دی او یاهم دښتي سیمې دي وتلي.″

عمرځواک وویل، له بې ځایه شویو او د جګړې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره حکومت پنځه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د هلمند والي محمدنعیم بلوڅ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د هلمند د جګړې قومانده د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI د افسرانو په لاس کې ده. له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د والي ویاند عمرځواک په کونړ کې د مخ پټو کسانو له خوا د طالب قوماندانانو د اعدام په اړه راپورونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې په هلمند کې هم افغان طالبانو ته ګواښ کېږي چې که د جګړې میدان پرېږدي نو وبه وژل شي:

″مخکې په ځینو ولایتونو کې هم داسې پېښې شوې وې چې د افغان طالبانو مخکښ قوماندانان د دوی له خوا په دار وخېژول شول. دوی په دې ځای کې هم موجود دي او هغه کسان باید دلته وجنګېږي، که ونه جنګېږي او عقب نشیني وکړي نو د دوی له خوا وژل کېږي.″

د هلمند د والي ویاند د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو په جګړو کې د 35 په شاوخوا کې ملکي وګړو د مړینې او څه باندې 40 نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

عمرځواک په دې جګړو کې وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو ته د ځاني زیانونو د اوښتو یادونه هم وکړه خو ویې ویل چې دقیق شمېر یې تراوسه دوی ته نه دی معلوم.

ده وویل چې؛ په موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې طالبانو خپل څه باندې شل مړي پرځاي پریښي او تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG