د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۳

چارواکي: په هلمند کې روانه حمله په وزيرستانونو کې پلان شوې

د افغانستان امنیتي مسئولین وایي، په هلمند کې د وسله والو مخالفینو ډله ییز فعالیتونه ځکه ډیر شوی، چې غواړي له نړیوالو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته سپارل شوې سیمه بیرته ونیسي او دا ولایت نا امنه کړي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هلمند په وسله والو مخالفینو کې پاکستاني پوځیان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ غړي او نور بهرني جنګیالي شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې د هلمند په سنګین، نوزاد، کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې وروستۍ حملې ډیرې جدی دي او په پاکستان کې پلان شوي دي.

"موږ ته له کشفي او استخباراتي ادارو نه اطلاعات را رسیدلي او زموږ تر تحلیل او ارزونې لاندې دي، دا ښيي، چې طالبان د پاکستاني پوځیانو ملاتړ له ځان سره لري او دغه حملې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پلان شوي"

امنیتي چارواکي وایي، چې د هلمند په څلورو ولسوالیو کې له یوې اونۍ راهیسې د وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې پیل شوي او اوس هم دوام لري.

دوی وایي، وسله وال مخالفین په دې حملو کې له ملکي کسانو نه د سپر په توګه کار اخلي او له دې امله زرګونه کورنۍ د کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی وایي، چې افغان ځواکونه پوره وړتیا لري او په هلمند کې یې ډیرې سیمې په یوازې سر له وسله والو مخالفینو نه پاکې کړې دي:


"دغه سیمه له دې وړاندې د پنځلس زره مجهزه هوایي او ځمکنیو بهرنیو ځواکونو له خوا ساتل کیده، خو اوس ملي اردو او ملي پولیس توانیدلي، چې له خپلو سنګرونو دفاع وکړي او مخالفینو ته درانه تلفات واړوي"

امنیتي مسئولین وایي، چې د هلمند په دې حملو کې تراوسه ۱۵۰ مخالفین وژل شوي او شااوخوا سل نور ټپیان شوي دي.

دوی وایي، چې په دې ترڅ کې ۳۰ ملي او محلي پولیس وژل شوي او د ملي اردو ۲۴ سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د چارواکو په وینا تراوسه په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو کره شمیر نه دى معلوم.

په همدې حال کې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې به دې حملو کې یې څه باندې دوه سوه امنیتي سرتیري وژلي او شااوخوا ۲۴ امنیتي پوستې یې ویجاړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG