د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

مسعود: د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دې خپلې نیوکې له قانوني لارو تعقیب کړي


د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم وغوښتل چې؛ خپل انتخاباتي شکایتونه او نیوکې د انتخاباتي ادارو په همکارې له قانوني لارې تعقیب کړي.

د ښاغلي احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام د ټیم یوه لوړ پوړي غړي احمدضیامسعود د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خدمتګارانو سراسري شورا له خوا جوړه شوې غونډه کې د انتخاباتي ادارو د پریکړو په خلاف چلند له ملي ګټو سره په ټکر کې وباله.

ښاغلي مسعود د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم وغوښتل چې؛ مظاهرې پای ته ورسوي او خپلې ستونزې د اړوندو ادارو په مرسته هوارې کړي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم یوه لوړ پوړي غړي احمدضیا مسعود د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له غړو وغوښتل، چې د انارشیزم او په هېواد کې د سمتي ستونزو او بې نظمیو د مخنیوي لپاره دې خپلې انتخاباتي نیوکې له قانوني لارو تعقیب کړي.

ښاغلي مسعود دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د خدمتګارانو سراسري شورا له خوا جوړې شوې غونډې کې وکړې او ویې ویل، باید د قانوني ادارو پریکړو ته چې بشپړ سیاسي مشروعیت لري درناوی وشي:

″د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم غواړو که چیرې نیوکې لري. که چیرې د انتخاباتو په بهیر کې کومه ستونزه ویني. که چیرې د انتخاباتي کمیسیونونو په کارونو کې کومه ستونزه ویني. د مهربانۍ له مخې دې خپلې ټولې نیوکې دې د قانوني ادارو له لارې یعنې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له لارې حل کړي چې په هېواد کې د انارشیزم ، بۍ نظمۍ او سمتي ستونزې رامنځته نه شي.″

احمدضیا مسعود په داسې حال کې دا غوښتنې مطرح کوي چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمیسیونونو چارواکي د انتخاباتو په پروسه کې په درغلۍ تورن کړل او خپلې اړیکې یې ورسره ځنډولې دي.

وروسته له هغه چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو پرکمیسیونو باندې د بې باورۍ اعلان وکړ او خپلې اړیکې یې ورسره وځنډولې ګڼ شمېر پلویانو یې په کابل او ولایتونو کې مظاهرې پیل کړې چې لا هم دوام لري.

خو د بدلون او دوام ټیم غړي احمدضیامسعود له مظاهره چیانو وغوښتل، چې د سړکونو په بندولو سره دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي او خپلې غوښتنې دې له قانوني لارو چارو مطرح کړي:

″ښه دا ده چې خپلې ټولې نیوکې له قانوني لارو تعقیب کړي. مدني اعتراضونه په دې معنی نه دي چې موږ لویې لارې او سړکونه وتړو. مدني اعتراضونه په دې معنی دي چې موږ خپلې غوښتنې اړوندو ادارو ته وړاندې کړو.″

ښاغلي مسعود همدا راز د عبدالله عبدالله پر ټیم غږ وکړ، چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم سره په همکارۍ دې د تاوتریخوالي فرهنګ له منځه یوسي.

د جمهوري ریاست دویم دورانتخابات د جوزا په څلورویشتمه وشول چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چارواکو په خبره ابتدايي نتیجې یې د سرطان په ۱۱ او وروستۍ هغه به یې د همدې میاشت په یودېرشمه اعلانیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG