د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

کري: روسیه دې د اوکراین د شخړې لپاره عملي ګامونه واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، روسیه باید د اوکراین د شخړې د پای ته رسیدو لپاره نورې هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې دا هم وویل، چې دی د روسیې د مشرانو جرګې د دې پریکړې هرکلی کوي چې له ولسمشر څخه یې دا صلاحیت واخیست چې اوکراین ته پوځیان استولی شي.

خو جان کري زیاته کړه چې؛ کیدای شي چې دا پریکړه په لس دقیقو کې بیرته بدله شي.

جان کري بیا وویل، د اوکراین د شخړو د هواري لپاره باید روسیه جدي رغنده ګامونه واخلي.

ده وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید علني له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو وغواړي چې؛ خپلې وسلې وسپاري او مسکو د هغوی له ملاتړه لاس واخلي، همدا راز د برمته شویو په راخوشې کولو کې کومک وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا خبرداری ورکړ، که چیرته پوتین په راتلونکو څو ورځو او اونیو کې حقیقي ژمنې ونه کړې نو دا دا معنا ورکوي چې بندیزونه پر روسیې سخت شي:

″متحد ایالتونه د اوکراین حکومت ستایي چې له بیلتون غوښتونکو سره او د روسیې له حکومت سره ارتباط نیسي.

اوس موږ په دې باور یو چې دا د روسیې ولسمشر پوتین ته مهمه ده چې د خبرو له لارې نه، عملا ثابت کړي، چې دی په حقیقت کې سولې ته ژمن دی″

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرچې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبرې کولې بیا وویل، چې د اوکراین حالاتو ته ځیر دی که چیرته پسې خراب شول نو بیا به له خپلو متحدانو سره په ګډه پر روسیې بندیزونه ولګوي:

″موږ د نویو بندیزونو اعلان نن نه کوو، خو موږ د داسې ګامونو اخیستلو ته تیاری نیسو، که چیرته پرمځکه وضعیت د دې تقاضا کوله چې دغه بندیزونه ولګول شي، نو بیا به موږ له اروپایي همکارانو سره په همغږي دې ته چمتو شو″

پرون د روسیې ولسمشر، د اوکراین ولسمشر، د جرمنې صدراعظمې او د فرانسې ولسمشر د ټیلفون له لارې د اوکراین پر وضعیت خبرې وکړې په اوکراین کې حکومت له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو سره له یوې اونۍ راهیسې اوربند کړی دی څو د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

دغه اوربند سبا ته پای ته رسیږي او روسیه وایي چې د دې اوربند د تمدید پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG