د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

امریکا: دواړه کاندیدان دې د انتخاباتو په بهیر کې ګډون وکړي


له هغه وروسته چې د افغانستان د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس پرون له خپلې دندې استعفی ورکړه؛ امريکا د هيواد د ولسمشريزو ټاکنو له دواړو کانديدانو غوښتنه وکړه چې؛ د انتخاباتو په پروسه کې برخه اخيستلو ته دوام ورکړي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

ضياءالحق امرخېل پرون دا پرېکړه چې له خپلې دندې ګوښه شي؛ هغه وخت وکړه چې، د جمهوري رياست کانديد عبدالله د ده له دندې د ګوښه کېدلو غوښتنه وکړه. د ياد شوي کانديد د انتخاباتي کمپاين ټيم، ښاغلی امرخېل په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړی و.

ښاغلي امرخېل وويل چې، د هيواد د ملي ګټو لپاره يې استعفی ورکړې ده.

هغه ټول هغه تورونه چې پر ده لګول شوي وو؛ رد کړل او هغه غږيز نوار يې، چې دی پرې تورن کړل شوی وو؛ جعلي وباله.

د انتخاباتو د خپلواک کميسیون رييس احمد يوسف نورستاني ويلي دي چې؛ د امرخېل خپله دنده پرېښودل له غږيز نوار سره هيڅ تړاو نه لري او هغه د استعفی لپاره تر هيڅ رنګه فشار نه و لاندي.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي دي چې؛ افغانستان قانوني مکانيزمونه جوړ کړي دي؛ چې شکايتونه رابرسېره کړي او د هغو د څېړنې لپاره کار وکړي.

"جوش ايرنسټ" وايي:

"امريکا له دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې؛ په ټاکنو کې شامل پاتې شي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي. هر هغه کار چې د دې پر خلاف کيږي، زموږ لپاره به د خواشينۍ لامل وي. ناسم چلند او شکايتونه بايد له مناسبې لارې وڅېړل شي. په کابل او ولاياتو کې د شکايتونو د څېړنې او قضاوت لپاره قانوني ميکانيزمونه جوړ شوي دي."

په عين حال کې د امريکا متحده ايالات، د دواړو کانديدانو تر منځ خبرې لازمي بولي.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې؛ د افغانستان د انتخاباتو ارګانونه بايد د درغليو شکايتونه په بې پلوه توګه وڅيړي:

"موږ له انتخاباتي ارګانونو غواړو چې؛ دوی د درغليو د شکايتونو چې دوی يې تر لاسه کوي؛ په هکله ښه ځانونه متيقين کړي او د هغو په هکله په بې پلوه توګه څېړنه وکړي.

له دې سره سره، د کانديدانو او انتخاباتي ارګانونو تر منځ خبرې هم ضروري دي او موږ مخامخ خبرې چې هر څومره ژر وي؛ تشويقوو."

له بلې خوا د ناټو عمومي منشي له ازادي راډيو سره په بروکسل کې په ځانګړې مرکه کې د انتخاباتو د شفافيت لپاره ټينګار وکړ او د افغانستان له انتخاباتي ارګانونو څخه يې غوښتنه وکړه چې؛ خپلې دندې په مسلکي توګه پر مخ يوسي.

اندرس فوګ راسموسن د افغانستان د رياست جمهوري له کانديدانو څخه هم غوښتنه وکړه چې؛ د ټاکنو د اخري نتايجو احترام وکړي.

په هم دې حال کې د افغانستان دولت وايي چې؛ د انتخاباتو پروسه بايد د ټاکنو د کميسونونو له خوا د قانون پر بنسټ په شفافيت سره تر سره شي؛ تر څو د راتلونکی جمهور ریيس د لوړې مراسم له پخواني پلان سره سم د اسد د مياشتې په ۱۱ تر سره شي.

د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي په يوه اعلاميه کې د ضياءالحق امرخېل د پرېکړې ستاينه وکړه چې؛ له خپلې دندې په خپله خوښه ګوښه شو. ولسمشر د ښاغلي امرخېل دغه کار پر ځای او مسولانه وباله.

له دې مخکې، په کابل کې د یوناما يا د ملګري ملتونو د همکارۍ د هيات دفتر هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارلانشا د ریيس دا کار؛ په ځانګړې توګه په دې هيواد کې د قدرت د تاريخي انتقال لپاره؛ مثبت ګام وباله.

يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې؛ امرخېل په دې پرېکړه سره ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړ او له دې کاره د هغه هدف د انتخاباتو پر وړاندې بې اعتمادۍ ته د پای ټکی ايښودل وو.

XS
SM
MD
LG