د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

شمالي وزيرستان: په پوځي عملياتو کې ٢٥ وسله وال، ٢ پاکستاني سرتېري وژل شوي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات دوام لري، چې تر دې دمه پکې دوى د ګڼو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر يا ISPRله خوا د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې شوې پاڼه کې ويل شوي، چې د پاکستان جنګي الوتکو په وزيرستان کې د پوځي عملياتو په نهمه ورځ، ددې ايجنسۍ په ميرعلي کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٥ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د دوشنبې په ورځ يې په لومړي ځل د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې ځمکني عمليات هم کړي او په وينا يې، چې د شمالي وزيرستان په سپين وام نومي سيمه کې د ځمکنيو عملياتو په مهال له وسله والو سره په مخامخ نښته کې ١٠ وسله وال او ٢ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي.

د پاکستاني پوځي مقامات زياتوي، د هوايي ځواکونو په بريدونو کې يې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه، ميرعلي او شاوخوا سيمو کې د وسله والو اته مرکزونه هم له منځه وړي دي.

بلخوا له شمالي وزيرستان څخه د ځايي خلکو د وتلو لړۍ روانه ده او د پاکستان د پوځي مقاماتو د وينا له مخې، تردې دمه پورې له دې سيمې څخه شاوخوا ٤٣٠٠٠ زره کسان راجستر کړي، چې د بنو، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، پېښور او د خيبر پښتونخوا نورو بېلابېلو سيمو ته راغلي دي.

په شمالي وزيرستان کې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکيو د دوشنبې په ورځ د سهار له ٦ بجو څخه د ماښام تر ٦ پورې په سيمه کې په ګرځبنديز کې نسبي نرمي اعلان کړې وه، چې له امله يې ددې ايجنسۍ ډېرى خلکو ځانونه خوندي ځآيونه ته ورسول."

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې تر دې دمه يې لا د شمالي وزيرستان په ښاري او ګڼ مېشتو سيمو عمليات نه دي پيل کړي، خو په ميرعلي او ميرانشاه کې يې د وسله والو ډېرى مرکزونه کلابند کړي په وينا يې، چې په سيمه کې يې عمليات له پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي او نه پرېږدي، چې ترهګر د ځواکونو له ايساره وتښتي.

د پاکستان حکومت د مۍ په ١٥مه نېټه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد د پراخو هر اړخيزه پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ او ددې هېواد صدراعظم نواز شريف په همدې ورځ ددې هېواد پارلمان د وينا پر مهال وويل، چې په دې سيمه کې به دا پوځي عمليات د وروستي ترهګر د وژنې پورې دوام ومومي.

ويل کېږي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې غړي او يو شمېر ازبک، چيچن او عرب جنګيالي مېشت دي، چې له دې ځايه په پاکستان او همدارنګه په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کوي.

ياده دې وي، چې د په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې د وژل شويو وسله والو د شمېر او هويت په اړه لا تر دې دمه خپلواکو سرچينو څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG