د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ناټو: امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ له یوه مشخص کاندیده ملاتړ نه کوي


په ناټو کې د امریکا یو لوړ رتبه چارواکی وایي، امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د یوه مشخص کاندید څخه ملاتړ نه کوي؛ بلکه د دغې پروسې پر شفافیت ټینګار کوي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازی "ډګلاس لوټ" دغه څرګندونې نن د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې د ناټو په مقر بروکسل کې په یوې خبری غونډه کې وکړي.

ښاغلي لوټ زیاته کړه، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سرد راپورته شوې لانجې د هواري مسوولیت په لومړي سر کې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونو ته ورله غاړی دی او په دوهم ګام کې نړېواله ټولنه په تېره بیا ملګري ملتونه کولای شي؛ د دغې لانجې په هواری کې رول ولوبوي.

په ناټو کې د امریکا د دایمي استازي له څرګندونو مخکې د دې سازمان نورو چارواکو هم
د ولسمشری د انتخاباتو د پروسې پرشفافیت ټینګار وکړ. د ناټو چارواکو وویل، چې د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او دا ډېره مهمه ده چې، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پروسې د شفافیت ډاډ حاصل شي.

د ناټو ویاندې "اوانا لنګیسکو" وویل، دغه انتخابات دواړو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته مهم دي او هم له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکې همکارۍ لپاره.

د ناټو چارواکو په دې تاکید وکړ؛ څومره ژر چې کیدی شي، باید د انتخاباتو د پروسې د شفافیت ډاډ حاصل شي؛ ځکه هغه نه یواځې د افغانانو لپاره مهم دي بلکه نړیوالې ټولنې ته هم دا مساله یقیني کوي چې؛ دا هېواد د پرمختګ پرلوري روان دی.

د ناټو چارواکو دغه راز په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي ماموریت په اړه چې روان میلادي کال په دې هېواد کې د ناټو د محارب ماموریت له پای ته رسېدو وروسته پیلیږي؛ وویل، ناټو دې ته متعهد دی چې، د افغانستان ملاتړ جاري وساتي او د یوه قانوني چوکاټ په اساس د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې سلا او مشورې ورکولو او ملاتړته دوام ورکړي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازی یو وار بیا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون پرنهایي کېدو تاکیدو کړ او زیاته یې کړه چې، متحده ایالات هیله من دی چې، د افغانستان نوی ولسمشر دغه تړون ژرلاسلیک کړي.

د افغانستان د روان وضعیت او د ناټو د راتلونکی ماموریت په اړه به د ناټو او په ایسف کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غونډی په دوهمه ورځ یانې د چهارشنبې په ورځ خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG