د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

ضیاالحق امرخیل خپله استعفی اعلان کړه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل نن خپله استعفی اعلان کړه.

ښاغلي امرخیل نن مازدیګر د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د افغانستان د ملي ګټو او اعتماد جوړوونې په خاطر له خپلې دندې په رسمي توګه استعفي کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس احمدیوسف نورستاني وویل؛ ښاغلي امرخیل د هیڅ ډول فشار له کبله استعفی نه ده ورکړې؛ بلکې دا د هغه خپله شخصي پریکړه وه او د نوموړي پر ضد د جوړې شوې دسیسې له امله نه ده.

ضیاالحق امرخیل وویل، د ده پر ضد دسیسه باید د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا وڅیړل شي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پرون د ځینو غږونو په خپرولو سره ادعا وکړه؛ چې ضیاالحق امرخیل په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلۍ کړي.
XS
SM
MD
LG